لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"لیکوال" ۲۵ کلنه شوه، خو لا ډیجیټل نه ده


"لیکوال"ـ د پېښور نه خپرېدونکې میاشتنۍ مجله د پاکستان د حکومتي بندیزونو، مالي مشکلاتو او وخت په وخت په سیاسي غلغلو (گردابونو) کې د ډېرو ډغرو وروسته د ٢٥ کالو شوه.

د مجلې مدير نورالبشرنويد وي او اې ډیوه ته ویلي دي، "د تېرې پېړۍ په ٩٠یمه لسیزه کې د "لیکوال" د شورو کولو مقصد مترقي سوچ په وړاندې بوتلل وو، نو له دې امله پکې زیاتره هم مترقي لیکوالانو ته ځای ورکړی شوی دی".

دا هغه زمانه وه چې د پاکستان ریاست او توندروه مذهبي گوندونو د افغانستان نه د پخواني شوروي (روسي) ځواکونو په وتلو خوشالي لمانځله او په افغانستان کې د پلان شوې جگړې نوی هدف په کابل کې د ډاکټر نجیب الله حکومت وو.

ریاستي بندېزونه او ستونزې:

لیکوال مجله دوه واره د پاکستان حکومت تړلې. یو ځل دغه مجله په ١٩٩٣ او بیا په ١٩٩٨ کې تړلې شوې وه. د خېبرپښتونخوا د هغه وخت گورنر په ١٩٩٨م کال کې په رساله کې د یوې چاپ شوې افسانې (حرامي) په سر د دې د تړلو امر ورکړی وو. ښاغلی نوید وایي، "لیکوال" مجله په ١٩٩٣م کال کې د مالي مشکلاتو له امله تړل شوې وه.

په ٢٠٠١م کال کې د ده د هڅو په نتیجه کې د ده په ادارت کې "لیکوال" یو ځل بیا شورو شوه، چې تر اوسه د مالي مشکلاتو باوجود روانه ده.

بشرنويد وایي: "تر څو چې رسالې ته سرکاري اشتهار نه ورکول کېږي، مالي مشکلات نه شي کمېدای، خو بې ځایه حکومتي ستاینو او مدحو ته د ځای نه ورکولو له سببه ورته دغه حکومتي اشتهارات نه ورکول کيږي".

بشر نوید صېب وايي ځینې وخت په مجله کې چاپ شوو مقالو هم ورته ستونزې پېدا کړي دي. هغه وايي یو ځل د نومبر په ٢٦ مه په ١٩٩٦م کال کې پرې ډزې هم شوې وې. ځکه چې هغه ځل په مجله کې د افغانستان پر پخواني صدر ډاکټر نجیب لیکنې شوې وې.

نورالبشر نويد وايي د اولنۍ ورځې څخه يې مجله د ریاستي بندیزونو او چېلنجونو سره مخ ده. کوم چېلنجونه چې ورته ورپېښ وو، په هغو کې اوس هم څه کمی نه دی راغلی او تر دې چې ځینې وخت ورته زورورو خلکو سپورې ستغې هم ويلي.

د لیکوال لپاره څوک لیکل کوي ؟

د لیکوال مدير نورالبشرنويد وايي چې دغه مجله په ١٩٩١م کال کې دوی د شپږو مترقي ملگرو په مرسته شورو کړې وه، چې پکې د ده نه علاوه د پښتو ژبې نومیالی شاعر رحمت شاه سائل، مترقي جوړه عصمت او د هغې مېړه شاهجهان، ذاکرحسین او سندرغاړی گلزارعالم شامل وو.

نوید صېب وايي اجمل خټک، افضل خان لالا، افراسیاب خټک، سلیم راز، رحمت شاه سائل او د پښتونخوا سیمې، افغانستان او جنوبي پښتونخوا یو شمېر مترقي لیکوالو په مجله کې لیکونه کړي دي او دا وخت پکې هم د لر او بر پښتنو سیمو لیکوال د سیمې په تازه حالاتو څېړنې کوي.

بشرنويد صېب د ملتپاله مشرانو نه ګیله من دی او وې وېل داسې نه گڼي چې گنې دوی به "لیکوال" یا د پښتو ژبې نورې رسالې لولي او گوري. البته وايي چې د ملتپاله ډلو غړي تر یو حده لیکوال گوري او ورسره مینه هم کوي.

په پښتو ژبه کې پر سیاسي موضوعاتو د مجلو شمېر د نشت برابر دی. دا وخت د عوامي نېشنل گوند تر مدیریت لاندې د پښتون په نامه مجله شته او د پښتونخوا ملي عوامي گوند تر سیوري لاندې خپرېدونکې مجله پښتونخوا غږ د څو ګڼو تر چاپېدو وروسته د نامعلومو وجوهاتو له کبله بنده شوه. تر یوولسم سپټمبر وروسته چې په ټوله سیمه، په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمه کې څه ډول حالات دي، نو داسې ښکاري چې پښتانه د خپل سیاسي غږ اوچتولو لپاره خپلې مجلې او ورځپاڼې نه لري.

لیکوال به کله ډیجیټل کیږي ؟

د "لیکوال" تر ټولو لوی کمی دا دی، چې د ۲۵ کلونو شوه خو آنلاین وجود نه لري، دا د "لیکوال" تر ټولو لویه کمزوري ګڼل کېږي.

نورالبشر نوید صاحب د مجلې د ډیجیټل کولو په اړه وایی: "زه خپله هم دا کمزوري منم، خو اوس مې هوډ کړی، چې په ۲۰۱۸م کال کې به مجله ډیجیټل کړو او خلک به یې آنلاین لوستلای شي".

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG