د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا خپرو شوو شمیرو تر مخه د صوبي په بيلا بيلو ضلعو کې د ۲۱ زرو نا سېوا خلک د لشمينيا یا کال دانې ناروغۍ نه متاثر شوي دي.
د محکمې د چارواکو تر مخه د خېبر ضلعه کې دغه شمیره تر ټولو سېوا ده چرته چې د ۹۳۰۰ نه سېوا خلکو کې د یادې ناروغۍ پخلی شوی دی.
د خېبرضلعې وروسته بیا د مومندو ضلع کې د لشمینیا رنځ کې اخته خلکو شمیره څه د پاسه پېنځه زره ریکارډ شوې ده.
وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکتر ډاکټر فاروق جميل ویلي په قبايلي ضلعو کې د زيات غربت او د خپل صحت پاملرنه نه کولو له امله په دغه ناروغۍ کې زیات والی راغلی. د ډاکټر فاروق په وینا د لشمینیا یا کال دانې ناروغي د پخوا راهسې په دې سېمو کې وجود لري.
ډاکټر فاروق تر مخه د کال دانې نه زیاتو اغیزمنوسیمو کې د صحت محکمې په بیړني توګه کار پیل کړی. نوموړي په عام اولس غږ کړی چې د لشمینیا سبب جوړیدونکي ماشي یا سېنډ فلايي پرضد دې په خپلو کورونو کې دې کیمیايي سپری یا د دوایانو پشم وکړي. ډاکټر فاروق د ماشو نه د ځان بچ کولو لپاره د مچر دانو کارول هم یو سم کار بللی.
د خېبر ضلعې یو ځايي خبریال يعقوب افريدي وي او ای ډیوه وايي په قبايلي ضلعو کې د حکومت د بې غورۍ له المه د لشمینیا په ناروغانو کې زياتوالی راغلی. د نوموړي په وینا د لشمينيا مخنيوي لپاره چې کوم حفاظتي سامان دغه سیمو تا روړل شوی هغه غريب اولس ته نه ورکړل کېږي.
د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو تر مخه دا مهال په باجوړ ضلع کې ۲۲۰۰ او په جنوبي کرک ضلع کې څه د پاسه يو زر تنانو کې د ليشمينيا ناروغۍ تصديق شوی دی.
د صحت چارواکو تر مخه په ټولو متاثره ضلعو کې به صححي کېمپونه (ميډيکل کېمپس) لګوي او په کومو سیمو کې چې د څرمن ناروغو ډاکټران یا ډرمټالوجسټ شتون نه لري هلته به پوهه ميډيکل افسران ورلیږي.
د صحت ماهرين وايي چې لشمينيا بيماري د سېنډ فلايي نومې ماشي د چيچلو نه لږي. دغه ناروغي په پخوانیو قبايلي علاقو کې د هغه وخت نه شتون لري د کله نه چې په ګاونډي افغانستان کې جنګ شروع شو او يو شمېر افغان کډوالو پاکستان ته هجرت وکړو.