لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور های کورټ د ترهګرۍ په اتو مقدمو کې د عمران خان ضمانت منظور کړو


په تېرو څو ورځو کې په لاهور کې د عمران خان د کور نه بهر د هغه د پلویانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ جنګونه هم شوي دي
په تېرو څو ورځو کې په لاهور کې د عمران خان د کور نه بهر د هغه د پلویانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ جنګونه هم شوي دي

د لاهور های کورټ د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم خان خلاف د دهشت ګردۍ په اتو مقدمو کې د هغه حفاظتي ضمانت منظور کړو.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د عمران خان خلاف په لاهور مقدمو کې د 10 او په اسلام اباد کې درج مقدمو کې د مارچ د 24 نېتې پورې حفاظتي ضمانت منظور کړو.

د رپورټ ترمخه عمران خان په هغه د مقدمو په ضد لاهور های کورټ ټه خواست کړی و چې اته په کې د ترهګرۍ مقدمې وې.

رپورټ وايي لاهور های کورټ د پي ټي ايي کارکن علي بلا عرف ظل شاه د وژل کېدو په کېس کې هم د عمران خان ضمانت منظور کړو.

عدالت عمران خان ته هم د حاضرېدو امر کړی و او د وي او ای اردو څانګې خبریال ضیا الرحمان په قول پخوانی وزیراعظم د پلویانو د قافلې ترڅنګ لاهور های کورټ ته ورسېدو.

عمران خان عدالت ته خواست وکړو چې د هغه خلاف د دهشت ګردۍ د مقدمو تفصیل دې ورکړی شي چې په دغو مقدمو کې هم د ضمانت خواست وکړي.

د مقدمې د اورېدلو په مهال د لاهور های کورټ جج جسټس طارق سلیم وویل چې د عمران خان د ګرفتارۍ دپاره امر جاري کړی شوی و خو عمل پې و نه شو او د دې نه تاثر خپرېږي چې د ریاست واکداري نه شته. جج زیاته کړه چې بیا دې داسې و نه شي.

د دې په جواب کې عمران خان وویل هغه ته معلومه وه چې د مارچ په 18 به عدالت کې حاضرېږي خو حکومتي مامورین د دومره زیات ځواکونو نه راغلل چې مثال يې نشته. هغه وویل پارټۍ يې د انصاف په نوم ده خو په کارکونکو يې د هغه په قول بدترین تشدد شوی دی.

جسټس طارق سلیم شېخ عمران مخاطب کړو او ورته یې وویل چې پولیس سره دې تعاون کوي.

د اسلام اباد های کورټ د 18 مارچ پورې عمران خان د نه ګرفتارولو امر کړی دی. د توشه خانې په مقدمه کې يې د هغه د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ امر برقرار ساتلی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سېشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان د ګرفتارۍ د امر خلاف مسترد کړو.

د اسلام اباد های کورټ جیف جسټس عامر فاروق وویل چې عمران خان د عدالت د کار د وخت په مهال د مقدمې په عدالت کې حاضر شي او که چېرې داسې نه کوي نو په ضد يې د توهین عدالت اقدمات هم کېدلی شي.

عمران خان د هغه د نیولو دپاره د حکومت عملیات د ودرولو دپاره لاهور های کورټ ته خواست کړی و او حفاظتي ضمانت دپاره یې مقدمه هم د سماعت دلاندې وه.

لاهور های کورټ د جمعې په ماسپښین خپله فېصله کې پولیس عمران خان د ګرفتارولو نه منع کړو.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان د ایین 137, 167 او د 173 مادو د لاندې نااهله ټاکلی و.

عمران خان د دې الزام سره مخامخ دی چې د توشه خانې نه د اخیستل شویو تحفو ذکر يې د انتخاباتو په ګوشوارو کې نه دی کړی.

د پاکستان حکومتي مامورینو ته په سرکاري کچه ورکړی شوي تحفې په توشه خانه کې ساتل کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د اردو څانګې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG