لاهور هایکورټ دپاکستان الیکشن کمیشن ته امر کړی دی چې په 90 ورځو کې دننه باید دپنجاب اسمبلۍ لپاره دانتخاباتو تاریخ ورکړي.
دجمعې په ورځ دلاهور هایکورټ پنجاب کې دصوبایي اسمبلۍ دانتخاباتو په اړه دیو رقم خواستونو په اړه خپله اورول شوې فیصله کې ویلي چې الیکشن کمیشن داسمبلیو ماتېدو وروسته 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو پابند دی.
فیصله کې ویل شوي "الیکشن کمیشن ته لارښوونه کولی کیږي چې دپنجاب صوبایي اسمبلۍ لپاره باید په سمدستي ډول نیټه اعلان کړي اؤ صوبې اییني مشر ګورنر سره له مشورې وروسته دې دا خبره باوري کړي چې په 90 ورځو کې دننه باید ټاکنې وشي"
دپنجاب صوبایي اسمبلۍ ماتېدو وروسته تحریک انصاف ګوند لاهور هایکورټ کې خواست جمع کړی ؤ چې باید الیکشن کمیشن ته دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو باوري کولو امر وکړي اؤ دا چې یاد کمیشن دې دانتخاباتو نیټه هم اعلان کړي.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر فواد چوهدري د عدالت دا پریکړه تاریخي بللې اؤ په ټویټر یې لیکلي چې دایین تحفظ دعدلیې بنیادي ذمه واري ده .
هغه ویلي دعدلیې دا پرېکړه دایین فتحه ده.
تر دې وړاندې د خواستونو اوریدنې په مهال دالیکشن کمیشن وکیل خپلو دلیلونو کې ویلي وؤ دانتخاباتو نیټه ورکول د الیکشن کمیشن کار نه دی اؤ ترڅو چې کمیشن ته پیسې نه وي ورکړل شوي نو د ټاکنو په وخت کول ممکن نه دي.
هغه ویلي وؤ دصوبایي اسمبلۍ ټاکنو لپاره د مرکزي حکومت بشپړه مرسته پکار ده اؤ په ځانګړو حالاتو کې قانون د انتخاباتو وروسته کولو اجازت ورکوي.
دالیکشن کمیشن وکیل دریځ خپل کړی ؤ چې که دقامي اؤ صوبایي اسمبلیو ټاکنې په یوه ورځ ونه شي نو دانتخاباتو روڼوالی اغېزمن کیدای شي.
دپنجاب دګورنر وکیل شهزاد شوکت هم بیان ورکړی ؤ چې دپنجاب ګورنر اسمبلي نه ده ماته کړې نو ځکه اوس دانتخاباتو نیټه ورکول دهغه ذمه واري نه ده .
هغه عدالت نه غوښتنه کړې وه چې دانتخاباتو په اړه دایر شوي خواستونه باید خارج کړل شي.
خو دتحریک انصاف ګوند وکیل بیرسټر علي ظفر بیا په عدالت کې دریځ خپل کړی ؤ چې که ګورنر دانتخاباتو نیټه ورنه کړي نو بیا دهیواد صدر دانتخاباتو نیټه ټاکلی شي.
د اوریدنې په مهال دپنجاب چیف سیکرټري اؤ دپولیسو مشر عدالت ته باور ورکړی چې دالیکشن کمیشن په فیصله به عمل کولی شي.
تر دې وړاندې په اتمه فرورۍ دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دهیواد دټاکنو دکمیشن مشر ته لیک استولی ؤ چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي.
دصدر په لیک کې ویل شوي وؤ که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده.
الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي.
دتحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې حکومت په بهانو کولو انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري اؤ غواړي چې په صوبو کې دنګران حکومتونو موده وغځوي خو داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب اوړمه ورځ مطبوعاتو ته ویلی وؤ حکومت کله هم په 90 ورځو کې دانتخاباتو نه کولو په اړه څه نه دي ویلي