لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د پخواني صدر جیمي کارټر ژوند او هلې ځلې

په وایټ هاوس کې د یوې دورې حکومت کولو نه وروستو په دغه یوه جمله هغه خپل کار ته دوام ورکړو او د نړیوالې خیریه ادارې کارټر سېڼټر په جوړولو يي د نوبل امن جایزه اوګټله د کومې ادارې کار چې د امن لپاره هلې ځلې کول، د ناروغیو ضد کارکول او د امید پرځاۍ ساتل دي
په وایټ هاوس کې د یوې دورې حکومت کولو نه وروستو په دغه یوه جمله هغه خپل کار ته دوام ورکړو او د نړیوالې خیریه ادارې کارټر سېڼټر په جوړولو يي د نوبل امن جایزه اوګټله د کومې ادارې کار چې د امن لپاره هلې ځلې کول، د ناروغیو ضد کارکول او د امید پرځاۍ ساتل دي

د امریکا پخوانی صدر جیمي کارټر د سلو کالو په عمر د نړۍ سترګي پټې کړې. د ملکي سیاست او هلوځلو پرته د امریکا ۳۹م صدر کارټر په نړیواله کچه د صحي چارو او جمهوریت لپآره د هغه هڅې زیاتې روښانه ښکاري.

د کال ۱۹۷۷ جنورۍ په شلمه جیمي کارټر د صدر په حیث سوګند پورته کړو او په خپله اولنۍ وینا کې يي وویل د "نوې شورو سره په دې ورځ امریکا ته د یو منصفانه او پرامنه نړۍ د جوړولو هڅو نه پرته بله کوم عظیم او پرعزم وظیفه نه شي کیدلی."

په وایټ هاوس کې د یوې دورې حکومت کولو نه وروستو په دغه یوه جمله هغه خپل کار ته دوام ورکړو او د نړیوالې خیریه ادارې کارټر سېڼټر په جوړولو يي د نوبل امن جایزه اوګټله د کومې ادارې کار چې د امن لپاره هلې ځلې کول، د ناروغیو ضد کارکول او د امید پرځاۍ ساتل دي.

د سیاست او صدارت

جیمي کارټر په کال ۱۹۲۴ کې د جیورجیا ریاست په پلېن سیمه کې پیدا شوی وو. په کال ۱۹۴۶ کې يي د امریکا سمندري ځواک د اکاډمۍ نه زدکړې ترسره کړي. د امریکا په سمندري ځواک کې له دندې ترسره کولو نه په کال ۱۹۵۳م کې پلارګنۍ سیمې پلېن ته هغه وخت راستون شو او ذمیداره يي شورو کړه کله چې يي پلار په حق ورسید.

په سیاست کې د قدم کېښودو وروسته کارترد جیورجیا نه په دوو دورو کې د کانګرس غړی جوړ شوی او بیا په کال ۱۹۷۱ کې د جیورجیا ګورنر وټآکل شو. په کال ۱۹۷۱ کې د خپلې وینا په مهال ده اویل "زه تاسو ته په ډاګه وایم د نسلي امتیاز دور تیر شو."

د مصر او اسرایل امن معاهده

د کال ۱۹۷۹ په دې تصویر کې د کارټر د مصر صدر انورسادات او د اسرایل وزیراعظم مېناچطن بېګن سره لیدل کږې چې مصر او اسرایل د امن معاهده دستخط کړه
د کال ۱۹۷۹ په دې تصویر کې د کارټر د مصر صدر انورسادات او د اسرایل وزیراعظم مېناچطن بېګن سره لیدل کږې چې مصر او اسرایل د امن معاهده دستخط کړه

په کال ۱۹۷۶ کې دی صدارتي کاندید شو او د ریپبلکن ګوند ګېرالډ فورډ ته يي په لږو ووټونو ماتې ورکړه. د کارټر په حکومت کې د هغه په دریمګړتوب په کال ۱۹۷۹ کې د مصر او اسرایل ترمینځ د کیمپ ډیوډ تاریخي لوظنامه وشوه.

په ۲۰۰۹ کې د یوې مرکې په وخت کارټر وویل " کله چې زه صدر شوم، هغه وخت د تیرو ۲۵ کلونو نه د عرب او اسرایلو ترمېنځ څلور جګړې شوې وې.د مصر مشران چې ورته د شوروي اتحاد مرسته حاصله وه هغه وخت یوازینۍ هیواد وو چې د اسرایلي پوځ مقابله يي کولی شوه."

د امریکې په سفارت یرغل

جیمي کارټر د پاناما نهر پانامه ته د مکمل کنټرول ورکولو په لړ کې د لوظنامې لپاره دریمګړتوب کړی وو او چین سره د اړیکو جوړولو لپاره يي هم روابط برابر کړي وو.

خو په کال ۱۹۷۹ کې په ایران کې اسلامي انقلاب د ده د صدارت لوبه بدله کړه. په ایران کې شعیه علماؤ په احتجاجونو لاس پورې کړو او د امریکا پلوي شاه حکومت ړنګ کړی شو او بیا شاه له ملکه وتښتېد.

وروسته په تهران کې د امریکا سفارتخانې ته اور ور واچول شو او ۶۶ امریکایان برامته کړی شو. په دغه کال نومبر میاشته کې نیول شوي دیارلس یرغمالیان خوشې کړی شو.

کال ۱۹۸۰ کې د امریکا صدر جیمي کارټر د پاتې یرغمالیانو خوشې کولو لپآره د پوځي عملیاتو منظوري ورکړه، دغه عملیات ناکامه شو او د امریکا اته کارمندان ووژلی شو.

کورنۍ مسلې

د کارټر سېنټر بورډ
د کارټر سېنټر بورډ

پخواني صدر کارټر ته په داخل کې هم ځنې ستونزې وې. ګراني او بی روزګارۍ او خراب ملکي اقتصاد په کال ۱۹۸۰ کې په صدارتي ټاکنو کې د ریپبلکن ګوند رونالډ ریګن په ضد دده د ماتې لويي علتونه وو.

د جنورۍ په شلمه کال ۱۹۸۱ کې ایران بلاخیر پاتې امریکايي یرغمالیان خوشې کړل. د ماتې خوړلو او پریشانۍ سره کارټر پلارګنۍ سیمې پلېن جیورجیا ته ستون شو او صدارتي کتابخانې په پلانولو يي لاس پورې کړو.

د دغه کتابخانې په اړه کال ۲۰۰۷ کې وویل "ما فکر کوو چې دا به یو وړه کتابخانه وي، چرته چې به زما یو دفتر وي او په اټلانټا کې به یوه ښه وداني وي."

ددغې کتابخانې نه بیا یو ډیر مشهوره خیریه کارټر سېنټر جوړ شو چې د سلو نه زیاتو انتخابونو څارنه يي کړې او د نړیوالو لویو وړو لانجو د هوارولو لپاره يي دریمګړتوب کړی. چې پکې کال ۱۹۹۴ کې د شمالي کوریا جوهري پروګرام باندې د کلک دریز ساتلو نه واخله تر سوډان او یوګېنډا ترمینځ د سولې تړون پورې شامل دي.

په ګرده نړۍ کې د کارټرسېنټر د صحت لپآره او ناروغیو په ضد کار کړی.د ګني وورم په نوم ناروغي د نړۍ نه ختمول يي په ترجیحاتو کې وو. کال ۲۰۰۹ کې ده ویلي" نړۍ کې په انساني تاریخ کې یوازینۍ ناروغي چې په مکمله توګه دیرش کاله مخکې ختمه شوې، هغه د چیچک دانې دي، دغسې به ډیر زر په تاریخ کې ګني ورم دویمه نارغي شي چې د نړۍ به ختمه شي او د نړۍ له مخه به ورکه شي."

کارټر سېنټر

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د جیمي کارټر انسانيت ته خدمت په سبب کال ۲۰۰۲ کې هغه ته ناروی اوسلو کې د نوبل د سولې جایزه ورکړی شوه. دی وايي "کله چې ما د نوبل سولې جایزه اوګټله، دغه د کارټر سېنټر د کار سبب وه. نو زه پوره مطمین یم چې د سولې او بشري حقونو په اساس یو میراث لرم. زما مطلب چې په دې به څوک نه وي مطمین؟"

کارټر د خپل ژوند په ۹۰مه لسیزه کې ښه فعاله ژوند کړی، په کال ۲۰۱۵ کې په سر کې د کېنسر ناروغۍ څخه جوړ شو خو د کمزوري صحت سره يي د خپل ژوند اخیري وخت خپل پلارګنۍ سیمه پلېن کې تیر کړو. نوموړی په کال ۲۰۲۳ کې د نومبر په میاشته کې د خپلې میرمن روزه لېن د جنازې په مراسمو کې لیدل شوی وو.

د وایس اف امریکا سره په کال ۲۰۱۹ کې په خپله اخیرۍ مرکه کې هغه د خپل یو امید څرګندونه کړې وه.
" زه غواړم چې امریکا په اینده کې خپلې هڅې دې لپآره ګړندۍ کړي چې په نړۍ کې د سولې او بشري حقونو، او د فضا د معیار ښه کولو لپاره چېمپین شي او دا چې هر یو سره یو شان رویه وساتي. که چرې مونږ داسې اوکړو، نو هغه هیواد چې زه ورسره مینه لرم هغه به یو ریښتونی لويي طاقت جوړ شي."

په وایټ هاوس کې پآتې شوو صدرانو کې تر ټولو زیات عمرد جیمي کارټر وو. د امریکايي صدرانو په میرمنو کې د ده میرمن روزلېن تر ټولو زیات عمر تیر کړی.

Forum

XS
SM
MD
LG