د مرستندویه فعالیتونو د ادارې "ریسکیو"سرچینې وایي په پنجاب اؤ بلوچستان ایالتونو کې تندرونه غورځېدلي چې پکې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي دي.
د پاکستان جیو رسنۍ د خالي- شنبې په ورځ ویلي په دې تندرونو کې یو د پنجاب ایالت د رحیم یار خان په کلوار سیمه کې غورځېدلی چې دوه ماشومان پکې وژل شوي اؤ بل په تهل حسن سیمه کې غورځېدلی چې په هغې کې هم یو تن وژل شوی دی.
د ریسکیو سرچینې وایي د رحیم یار خان په کهوکهرا فیروزه سیمه کې هم په یو کور تندر غورځېدلی چې ښځه اؤ خاوند پکې وژل شوي دي.
همدا شان د بهاولپور په خیرپور ډاها سیمه کې د تندر غورځېدو په پېښه کې یوه ښځه اؤ په چک 113 سیمه کې د تندر غورځېدو له امله یو اته کلن ماشوم مړ شوی دی.
په لودهرا کې هم د تندر غورځېدو پېښه کې یوه زنانه مړه شوې ده.
بل لوري ته سرچینې وایي د بلوچستان په پښین او سوراب سیمه کې هم تندر غورځېدلی چې درې ځوانان پکې مړه شوي دي.
د بلوچستان په ژوب، شیراني، بارکهان، موساخیل، کوهلو، سبي، جهل مګسي ، لورالایي، زیارت، کوټه، چمن، قعله عبدالله، قلعه سیف الله، لسبېله، خضدار، مسلم باغ، تربت، هرنایي، جعفر اباد، پنجګور، چاغي، ګوادر او کیچ سیمو کې د ګړز ګړوز سره د بارانونو لړۍ روانه ده اؤ د موسمیاتو محکمې په یو شمیر سیمو کې د خوړونو راختلو اؤ سیلابي صورتحال خبرداری هم ورکړی دی.
ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې هم د تېرو دوؤ ورځو راهسې بارانونه وریږي اؤ د موسمیاتو محکمې تر ۱۵م اپریل ددې بارانونو د ورېدو امکان ښکاره کړی دی.
Forum