لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اروپا کې په قران سوځیدو مظاهره کونکي د پښتونخوا جوماتونو الوځیدو او قرانونو سوځیدو ولې غلي پاتې دي؟


په اروپا کې په قران سوځیدو مظاهره کونکي د پښتونخوا جوماتونو الوځیدو او قرانونو سوځیدو ولې غلي پاتې دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00

په خېبر کې د جومات ړنګیدو او قران مجیدونو سوځیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالانو دا پوښتنه راپورته کړې"په اروپایي هیوادونو کې د یو قران په سوځول کیدو د پاکستان په لارو کوڅو کې له قهره ډک احتجاج کوونکي مسلمانان دپښتونخوا په جوماتونو کې د سوؤنو قران شریفونو په سوځول کیدو ولې غلي پاتې دي؟"

په ټولنیزو رسنیو بحث - په اروپا کې په قران سوځیدو مظاهره کونکي د پښتونخوا جوماتونو الوځیدو او قرانونو سوځیدو ولې غلي پاتې دي؟

دوه ورځې وړاندې د خېبر ضلعې په علي مسجد سیمه کې د یو جومات دننه شوي ځانمرګي برید کې د جومات ړنګیدو او قران مجیدونو سوځیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالانو دا پوښتنه راپورته کړې"په اروپایي هیوادونو کې د یو قران په سوځول کیدو د پاکستان په لارو کوڅو کې له قهره ډک احتجاج کوونکي مسلمانان دپښتونخوا په جوماتونو کې د سوؤنو قران شریفونو په سوځول کیدو ولې غلي پاتې دي؟" دغه فعالانو د پاکستان په میډیا هم نیوکې کړي چې د اروپا پېښو ته په خبرونو کې لویه برخه ورکوي خو د هیواد دننه په دغه شان پېښو بیا غلي پاتې وي. د علي مسجد سیمه کې په ځانمرګي برید کې ړنګ شوی جومات د مخې نه د دغه جومات حال فرید شینواری په دې رپورټ کې وړاندې کوي.‌

XS
SM
MD
LG