لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په خېبرضلع کې د مقامي حکومت کونسلران وايي اختیارات نه لري او خلک ورپسې خندا کوي


ځايي خلک وايي امید یې کولو چې د مقامي حکومتونو د جوړېډو د حکومتي اختیاراتو د لاندې کچې پورې منتقلېدو سره به یې بنیادي غوښتنې پوره ت شی ځکه چې ښځینه او سړي کونسلران یې په مشکلاتو اؤ ضرورتونو ښه خبر دي
ځايي خلک وايي امید یې کولو چې د مقامي حکومتونو د جوړېډو د حکومتي اختیاراتو د لاندې کچې پورې منتقلېدو سره به یې بنیادي غوښتنې پوره ت شی ځکه چې ښځینه او سړي کونسلران یې په مشکلاتو اؤ ضرورتونو ښه خبر دي

په خېبرضلع کې لس میاشتې مخکې په بدلیاتي انتخاباتو کې منتخب شوي تحصیل کونسلران وايي د سیاسي مداخلت او د صوبايي حکومت نه د ترقیاتي فنډونو د نیشت والي له امله دوی غیر موثره شوي او د جمردو یو ښځینه کونسلره میان جان وايي اوس د خلکو د "خندا" جوګه شوي دي.

د صوبايي حکومت د بلدیاتو د محکمې سېکرېټري ظهیرلاسلام وايي که څه هم حکومت د مالي مشکلاتو سره مخامخ دی خو کوښښونه کوي چې د بلدیاتي نمایندګانو د فنډونو د نیشتوالي مسله حل کړي او د اختیاراتو په اړه یې قوانین واضحه کړي.

ځايي خلک وايي امید یې کولو چې د مقامي حکومتونو د جوړېډو د حکومتي اختیاراتو د لاندې کچې پورې منتقلېدو سره به یې بنیادي غوښتنې پوره ت شی ځکه چې ښځینه او سړي کونسلران یې په مشکلاتو اؤ ضرورتونو ښه خبر دي.

خو د لنډیکوتل تحصیل چئیرمین شاه خالد وايي د بیا بیا حکومتی ژمنو باوجود تر اوسه نه خو ورته اختیارات ورکړی شوي اؤ نه د پرمختیا سکیمونو د پاره ورته فنډونه یا پېسې ورکړی شوي دي.

هغه وايي چې د بلدیاتو محکمې په وینا یوې غیر حکومتي ادارې د مقامي حکومتونو نمايندګانو د اختیاراتو اؤ په توان کې د اضافه په اړه روزنې خو وکړې خو تر اوسه هیڅ قیسمه اختیارات نه دي ورکړی شوي.

شاه خالد وویل "په قبایلي سیمو کې دغه نظام د هیواد د اساسی قانون لاندې لاګو کړئ شوې دې اؤ اوس دا د رای ورکؤونکو د رای سپک والی دی چې دغه نظام چلولو والا له هیڅ اختیار نه شی ورکولې".

هم د لنډیکوتل نه ټاکل شوې یوې پيغلې کونسلرې صومیه اپریدۍ وايي چې هغې خپلو ټاکنو کې ډیر په شوق برخه اخیستې وه اؤ غوښتل یې چې د یوې ښځینه کونسلرې په هیڅ به د ځائي ښځو اؤ په خاصه توګه د جینکو ډیر خدمت اومرسته وکړي

هغې وویل . "زه ګڼم چې ځايي ښځې په مونږ اعتبار کئي اؤ هغوئ بغیر د څه یرې ترحې مونږ ته خپل مشکلات بیانه وی اؤ هم دغه وجه ده چې د کونسلر په هیځ ما د ځائی ښځو د مشکلاتو حل کولو اؤ په خاصه د هغوئ د تعلیم صحت په اړه مې ښه پلانونه جوړ کړي وو خو چې فنډونه نشته نو زما دغه واړه پلانونه پوره کیدل ممکنه نه ښکاری."

بله ښځینه کونسلره زاکره بی بی وايي چې نه ورسره چا تراوسه کومه رابطه کړې اؤ نه ورته د خپلو اختیاراتو په اړه پوره معلومات شته.

هغې وویل چې ځائي ښځې یې بیا بیا کور ته ورځي اؤ د ټاکنو په مهال ترې د کړو وعدو په اړه پوښتنې کوي خو هغې سره یې هیڅ ځواب نه وي ځکه چې تر اوسه درله د حکومت لخوا غیر د یو څو کاپیانو اؤ ایوه مهر نور هیڅ نه دی ورکړئ شوی اؤ د خلکو ضرورتونه اؤ غوښتنې ورځ په ورځ اضافه کیږی.

زاکره بی بی وویل چې هغې غوښتل چې د غریبو اؤ د کونډو ښځو مالي حالت د بدلولو په غرض هغوي له د ګنډلو (جامو جوړولو) مشینونه واخلی خو د فنډونو نیشت والی له وجې د هغې دغه ارمان پوره نه شو.

د جمرود کونسلر میان جان زیاته کړه چې د مالی اختیاراتو نه لرلو له وجې اوس فقط د ځینو ضروری اسنادو جوړولو ته ناست دي چې پکې د شناختی کارډ اؤ ډومیسایل تصدیق کول اؤ نویو زېږېدلو ماشومانو د پېدایش سرټیفیکیټ یا په حق رسیدلو کسانو د مرګ سرټیفیکیټ جاری کول شامل دي.

د کونسلرانو د خبرو په اړه چې کله وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا د بلدیاتو محکمې سکتر ظهیر السلام سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې د مرکزي حکومت په څیر صوبايي حکومت هم د مالی مشکلاتو سره مخامخ دی البته کوښښونه کوي چې بلدیاتی کونسلرانو له د اختیاراتو سره د پرمختیا فنډونه هم وکړي.

هغه وویل چې مالی مشکلاتو باندې قابو موندلو د پاره به رولز اف بېزنېس یا قواعد جوړولی شي د کومې له مخه به چې د ځايي حکومتونو د مالی اختیاراتو تعین کېږي اؤ ورسره به د بلدیاتی کونسلونو د چلولو د پاره د ټاکنو کمیشن په مرته داسې جوړولې شی د کومې له مخه به چې پریزائيډنګ افسر ټاکلې شی څوک به چې د تحصیل چئیرمین په غیر حاضرئ کې د کونسل د غونډې مشري کوي ځکه چې دا د بلدیاتی نظام یوه ائینی غوښتنه ده.


  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG