لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لندن پولیسو د تیرې ورځې ترهګر بریدکونکي معلومات ښکاره کړي


London attack
London attack

د لندن پولیسو د چهارشنبې د ورځې د پارلمان ودانۍ ته څیرمه د ترسره شوي پېښې د بریدګر په اړه ویلي دي چې خالد مسعود نومیده او عمر یې ۵۲ کاله وه.

مسعود د برتانیې په کینټ نومې ښار کې زیږیدلی او په تیر وخت کې هم د پولیسو لخوا د یوشمیر نورو پېښو سره په تړاو تر پوښتنو لاندې راغلی وه که څه هم په ځانګړې توګه یې کوم برید نه وه ترسره کړی.

داعش ډلې په خپلې انټرنیټې ویپاڼې باندې ددغې پېښې پړه په غاړه اخیستې او یاد ترهګر یې خپل سړی ګڼلی.

دا پداسې حال کې ده چې په واشنګټن ډي سي کې د داعش په وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن تر مشرۍ لاندې د نړۍ د ۶۸ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د جوړې شوې غونډې نن دوهمه ورځ ده.

تمه ده پدغې دوه ورځنۍ غونډه کې به په عراق، سوریه او د نړۍ په نورو برخو کې د داعش د لمنځه وړلو په لارو چارو باندې خبرې وشي.

د برتانیې پولیسو نن وویل چې دوي په لندن کې د برتانیې پارلمان ته څېرمه له ترسره شوي برید سره په تړاو اته نور کسان هم نیولي دي. پدغه برید کې درې تنه وژل شوي وه او ۲۹ نور ژوبل شوي وه چې د اوو تنو روغتیایې حالت د اندیښنې وړ ښودل شویدي.

په لندن کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر مارک رولې وویل چې دغه اته کسان یې د لندن او برمنګهم په شپږو بیلابیلو ځایونو کې نیولې دي خو دا یې ونه ویل چې نیول شویو کسانو څه ډول د چهارشنبې د ورځې له برید سره تړاو درلود.ښاغلي مارک زیاته کړی: (مونږ اوس هم پدې باور لرو چې برید ګر په یواځې ځان دغه کسان وژلي وه او داسې ښکاري چې د نړیوالې ترهګرۍ څخه متاثره کس وه.)

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټریسا مې د یاد برید په اړه وویل: (هغه چاچې برید ترسره کړی هغه په برتانیه کې زیږیدلی او یو مهال د برتانیې د استخباراتو لخوا د ترهګرۍ په شک تر پوښتنو لاندې هم راغلی وه.)

ټریسا مې همدارنګه له خپلو ټولو نړیوالو متحدینو څخه مننه وکړه څوک چې ددې په وینا له دوي سره په غم ښادۍ کې ولاړ وي. نوموړې وړاندې وویل چې د پېښې په قربانیانو کې د فرانسې، رومانیا، جنوبي کوریا، جرمني، پولنډ، ایرلنډ، چین، ایټالیا، یونان او امریکا وګړي شامل دي.

په لندن کې له پېښې وروسته دا مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG