لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن کې داړي گړي په تور 160 کسان نيول شوي


A police officer removes identification from a police car set on fire and burnt during riots in Tottenham, north London, August 7, 2011
A police officer removes identification from a police car set on fire and burnt during riots in Tottenham, north London, August 7, 2011

دشمالي لندن په ټوټنهم سيمه کې داړي گړي،تشدد او لوټ مار پيښې رامينځته شوي او پوليسو دگډوډي او تشدد څخه وروستو خواؤشا 160 کسان نيولي دي.

دغه فسادونه دراتلونکي کال داولمپکس لوبو دځايې څخه يواځې داتوؤ کلو ميټرو په فاصله کې رامينځته شوي دي.

يو شمير ځوانانو چې مخونو ته يې بوجۍ وهلې وې دتشدد په مهال يې دوکانونه لوټ کړي، په پوليس افسرانو يې بريدونه کړي او گاډو ته يې اور اچولى، ددغه اړي گړي له امله دراروان کال 2012م داولمپکس لوبو دتحفظ په اړه پوښتنې راولاړې شوي دي.

داړي گړي پيښو کې 35 پوليس افسران ژوبل شوي، چې پکې درې هاغه پوليس هم شامل دي چې دورانکارو دنيولو هڅه يې کوله او په دغه مهال په يو گاډي وهل شوي دي.

پوليس کمانډر کرسټائن جونز وئيلي دي په هاغه تشدد پوليس حيران شوي چې دهغوي په ضدترسره شوى دى.

دلندن په شمالي برخه ټوټنهم کې دخالي په شپه دتشدد دغه لړۍ په داسې حال کې پيل شوې وه چې دپوليسو لخوا د 29 کلن سړي چې دڅلورو ماشومانو پلار ؤ دوژنې پسر خلکو سخته غم او غصه څرگندوله.

د Mark Duggan دوژنې پسر( څوک چې دپوليسولخوا دزيارت په ورځ په شخړيزو حالاتو کې وژل شوى ؤ) احتجاج په ابتدائي توگه امن ناکه ؤ، خو دغه احتجاج دتشدد شکل هاغه مهال اختيار کړو کله چې دتير اتوار په شپه دټوټنهم پوليس سټيشن مخې ته د300ؤ څخه نيولې تر 500ؤ پورې کسان راټول شول،ددغو احتجاج کوونکو څخه ځينو دگيسولين څخه بوتلې ډکې کړې او په پوليس لائس يې وويشتې او نورو دافسرانو سره نښته وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG