د پاکستان کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان نه د بې درکه بلوڅانو دپاره غږ پورته کوؤنکي غېر سرکاري تنظيم لخوا پېدل اوږد لاريون په ۲۷م ورځ کراچۍ ته ورسېد .
دغه لاريون د وائس فار بلوچ ميسينگ پرسن په نومې تنظيم د مشر ماما قديربلوڅ په مشرۍ کې د تېري مياشتې په ۲۷م نېټه د کوئټې څخه کراچۍ ته روان شوی وو . او د دغه لاريون گډون والو په خپلو پښو نزدې ۷۵۰ کلوميټر لار ووهله ، لاريون کې زنانه او ماشومان هم شامل وو .
د لاريون گډون وال به د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لگوي .
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د بې درکه بلوڅو د خلاصون دپاره د لاريون سرته رسېدو او احتجاجي مظاهرې په مهال د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم مشرماما قدير بلوچ وائس اف امريکا ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل ، مونږ د کوئټې نه ۲۰ هغه کسان راروان شوې وو، د چا چې خپل خپلوان بې درکه دي . لار کې راسره د نورو بې درکه خلکو خپلوان هم ملگري شو ، او لاريون کې د گډون والو شمېره ۶۰ؤ ته ورسېده . او په کراچۍ کې راسره د لياري بلوڅو تر پرېس کلب پورې ملگرتيا وکړه .
" بلوچستان کې ټول ۱۸۰۰۰ بلوڅ بې درکه دي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري ، په بې درکه خلکو کې د ۱۵۰۰ؤ کسانو مسخ شده مړي ترلاسه شوې او ۶۰۰ؤ پورې نور په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي ".
د ماما قدير نه د ډيوه رېډيو د دغې پوښتنې چې خپل لاريون څومره کامياب گڼۍ ؟ جواب کې نوموړي وويل ،
" زمونږ په لاريون که پاکستان نوټس اخلي او که نا اخلي ، د پاکستان ادارو خپله زمونږ کسان بې درکه کړي دي . دې ملک ته به مونږ څه ووايو او څه به ترې وغواړو . مونږ خپل غږ په نړيواله سطح پورته کول غوښتل او غږ مو ورسېدو ".
هغه وويل نن مونږ ته د ملگرو ملتونو لخوا زمونږ په لاريون پېغام مېلاؤ شوی دی ، او څو ورځو کې به مونږ دغې تفصيل وړاندې کړو .
احتجاجي مظاهره کې گډون والو ته د وينا په مهال ماما قدير په پاکساني مطبوعاتو نيوکې وکړي او زياته يې کړه ، مونږ ۲۷ ورځې د کوئټې نه تر کراچۍ په لاره تېرې کړې ، خو د غېرملکي مطبوعاتو نه علاوه د پاکستان يوې مطبوعاتي ادارې زمونږ غږ نه دی پورته کړی .
" د پاکستانۍ ميډيا نه به مونږ څه گيله وکړو ، دا ميډيا هم د استختباراتي ادارو نه مجبوره ده . او که کوم خبريال زمونږ په اړه څه ليکي او زمونږ غږ پورته کوي نو د هغه په ضد هم اداري عمليات کوي " .
هغه وويل پاکستانۍ ميډيا دې هم د نړيواله ميډيا په رنگ مثال جوړ کړي .
نوموړي زياته کړه په دوه ورځو کې به زه د خپل لاريون په اړه ټول تفصيل مطبوعاتو ته وړاندې کړم ، ماته ځينې خلکو د دغه لاريون نه کولو وئيلي ، اوبدل کې يې راته د سودا کولو بلنه راکړې وه . خو ما د خپلو بې درکه خلکو په سر سودا نه ده کړي .
په دغه مهال د لاريون يوې گډون والې فرزانې خپله وينا کې وويل ، مونږ د څلورو کالو راسې د خپلو بې درکه بلوڅو وروڼو د خلاصون دپاره در په در يو خو رياستي ادارو ته زمونږ احساس نه کيږي . هغې وويل مونږ د گردې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو ته خواست کوؤ چې زمونږ په مبارزه کې مونږ سره ملگرتيا وکړي .
" زه خپل ورور څنگه هېر کړم د پاکستان وفاق او سترې محکمې ته زمونږ په اړه احساس پکار دی ".
هغې وويل مونږ ټول د بې درکه بلوڅو خپلوان ملگرو ملتونو ته اپيل کوؤ چې د بلوڅو په اړه خپله خاموشي نوره ختمه کړي .
د بې درکه بلوڅو د خلاصون دپاره مبارزه کوؤنکی ماما قدير تور پورې کوي چې بلوڅان د پاکستان استخباراتي ادارو پورته کړي دي . خو د پاکستان استختباراتي ادارې د دغو تورونو رد کوي .
د ماما قدير په وينا د کراچۍ پرېس کلب مخې ته به دوۍ احتجاجي کېمپ لگوي ، او تر څلورو مياشتو پورې به دوۍ په دغه ځائې احتجاجي ناسته کوي .
کراچۍ پرېس کلب باندې د سندهي قام پرسته ډلو جسقم او جسمم سره د بشري حقونو د تنظيمونو لخوا د لاريون هرکلی وشو، او احتجاجي مظاهره کې يې ورسره گډون وکړو .
د يادونې ده چې وړاندې هم د ماماقديربلوچ په مشرۍ کې د وائس فار بلوچ ميسينگ پرسن تنظيم لخوا څو ځله کراچۍ کې احتجاجي کېمپ لگول شوی دی .