لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لیبیا انتخاباتو کې د غرب پلوه گوندونو گټې


په لیبیا کې په تیرو شپیتو کالو کې په وړمبي وار شوې د گڼ سیاسي گوندونو په انتخاباتو د ابتدائي، غیر رسمي نتائجو ترمخه غرب پلوه سیاسي ډلې د خپل حریفو اسلام پسنده گوندونه نه مخکې دي.

لیبیا کې د معمر قذافي د واک نسکوریدو ورستو ووټونه د خالي په ورځ شوې دي خو حتمي نتیجې به لا څو ورځې ورستو اعلانولی شي. خو د ځنې لویو ښارونو نه جزوي نتائج ښائي د پخواني وزیراعظم محمود جبریل په مشرۍ کې د سیاسې گوندونو ائتلاف د خپلو حریفو گوندونو نه مخکې دی.

محمود په قامي کچه د ټولو سیاسي گوندونو په منځ کې د خبرو اترو غښتنه کړې ده چې دا رنگ یو قامي حکومت جوړ کړی شي.

لیبیا کې ملگرو ملتونو تر ټولو لوې چارواکې د انتخاباتو ستائنه کړې ده او ئیلې دي چې دا د توتقعاتو نه هم ښه وو شول. هغه وویل د انتخاباتو تر ټولولوې خاصیت دا وو چې پکې د ټگۍ الزامات په یوه کچه هم نه دي لگول شوې.

ووټونه د ٢٠٠ غړو اسمبلۍ د پاره اچول شوې دي چې عار‍ضي حکومت به جوړوي او په آئنده کال کې د پارلیماني انتخاباتو نه وړاندې به نوی آئین یا اساسي قانون جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG