لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غربي قوتونه مشران وايي د لیبیا په جنگ کې ښکېلو ډلو ته دې وسله ور نه کړی شي


سرمشریزې غونډې په پاې کې د جرمني چانسلرې اېنگلا مرکیل وویل چې د لیبیا په شخړه کې د مفاد لرونکو ډلو په شمول ټول گډون وال په دې سلاح شوي دي چې لیبیا کې امن د پوځي طاقت په ځای د خبرو اترو د لارې ترلاسه کیدلی شي
سرمشریزې غونډې په پاې کې د جرمني چانسلرې اېنگلا مرکیل وویل چې د لیبیا په شخړه کې د مفاد لرونکو ډلو په شمول ټول گډون وال په دې سلاح شوي دي چې لیبیا کې امن د پوځي طاقت په ځای د خبرو اترو د لارې ترلاسه کیدلی شي

د لیبیا په اړه د جرمني په برلن ښار کې د غربي قوتونو د سر مشرانو په غونډه کې برخه وال په دې خبره اتفاق وکړو چې د لیبیا په خانه جنگۍ کې ښکېلو ډلو ته دې وسله ور نه کړی شي او په هغو ډلو ته اقتصادي پابندۍ ولگول شي چې د په وسله د بندیز خلاف ورزي کوي.

خو د غونډې برخه والو د لیبیا په جنگ کې ښکېلو ډلو سره د موجوده ملاتړ ختمولو په اړه څه وه نه وېل.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپېیو په غونډه کې د امریکې نمایندگي وکړه.

سرمشریزې غونډې په پاې کې د جرمني چانسلرې اېنگلا مرکیل وویل چې د لیبیا په شخړه کې د مفاد لرونکو ډلو په شمول ټول گډون وال په دې سلاح شوي دي چې لیبیا کې امن د پوځي طاقت په ځای د خبرو اترو د لارې ترلاسه کیدلی شي.

جرمن چانسلرې وویل "مونږ ته به دا یقیني کول وي چې د شخړې سره په هر ډول کې تړي ټولې ډلې یو نظر ولري. دا د نني کانفرن مقصد وو. ځکه بیا به په لیبیا کې ډلو ته به هم دا معلوم شي چې حل یواځې د غیر پوځي لارې راوتلی شي. او مونږ دا مقصد ترلاسه کړی دی."

تیره هفته د روس او ترکي په دریمگړ توب ترلاسه شوي د عارضي لوظنامې ختمیدلو وروسته د برلن سرمشریزه غونډه رابللې شوې وه.

د لیبیا طاقتور جرنیل هفتار د هیواد په مشرقي برخه واک لاري. روس، مصر او عرب امارات د ده په شاه ولاړ دي.

بلې خوا د ملگرو ملتونو په مرسته طرابلس کې د فیض ال سراج په مشرۍ کې حکومت قائم دې. امریکا، ترکي او د اروپاېي اتحاد ځني ملکونه د ده ملاتړ کوي.

د ترکي صدر ریسیپ طیب اردوان اوربند ته په سلاح کیدلو دسراج مننه کړې او د هفتار نه ېې غوښتلي چې دې دې هم اوربند ته سلاح شي.

اردوان ویل د سیاسي عمل د نورو پړونو او د حل د عملي کیدلو لپاره دا ضروري ده چې هفتار دې هم خپله زور واکي پریږدي.

د اتوار په ورځ د غونډې شورو کیدلو سره سم د لیبیا د تیلو پیپونه بند کړل شول. تیل د لیبیا د امدن اهم سرچینه ده.

د برطانیې وزیراعظم بورس جانسن ویلي دی چې د ده په وینا د پراکسي شخړې یا د نورو د جوړو کړل شوو شخړو په وجه د لیبیا ولس ډیر ځپلی شوي دي.

بورس جانسن وویل پراکسي شخړې یواځی په هغه صورت کې ختمیدلی شي کله چې خارجي واک داره هیوادونه دا ختمول غواړي. نو ځکه برطا نیه هم دا وینا کوي چې خلکه وگورۍ دا کیسه ډیره وړاندې لاړله. دا یو شرم دې. اؤو مونږ کال دوه زره یولسم کې د قذافي نه ځان خلاص کړی دې. وس د دې نه مخکې تلل پکار دي او د ملگرو ملتونو د سیوري لاندې لیبیا رایوځای کول پکار دي.

په برلن کې د کانفرنس په وخت په لیبیا کې د دواړو ډلو مرستیالانو احتجاج کولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG