پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي، د ګوند مشر او صدارتي امېدوار محمود خان اڅکزي په کور چهاپه وهل شوې، دغه چهاپه د مجسټرېټ نه بغېر وهل شوې هيڅ وارنټ نه وو، دوی د دغه عمل په کلکه غندنه کړې او نن د ګل/دوشنبې په ورځ یې په درې بجې په ګرد هېواد کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
خو د بلوچستان صوبې مخکني نګران وزیراطلاعات جان اڅکزي ويلي، د محمود خان په کور چهاپه نه ده وهل شوې، د هغه د کور سره څنګ ته په يو پلاټ د قبضې شکايت شوی او د دغه پلاټ څخه د قبضې لرې کولو دپاره چهاپه وهل شوې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرټري جنرل عبدالرحيم تېر د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن د ګوند د نورو مشرانو سره په ګډه خبري کانفرنس کې دعوه وکړه، چې د شپې په اته بجې په کوټه کې د محمود خان د کور نه ګېره اچول شوې او د هغه يو ساتونکی یې د لايسنسي وسلې سره نيولی دی.
هغه وويل، "د دې نه علاوه د ګوند د يو غړي په اييرپورټ شوروم سيل کړل شوی او د نصيب الله اڅکزۍ پټرول پمپ هم بند کړل شوی او په پښتونخوا کې زمونږ يو سکول دی په هغې هم د چهاپې دپاره خلک ورغلي دي".
د زيارتوال په خبره، "محمود خان اڅکزي د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت چې کومه وینا کړې وه او ځینې خبرې یې په ګوتې کړې وې، او په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې یې د درغلۍ خبره کړې وه، د دوی جرم صرف دومره دی چې د ايين پاکستان او پاکستان سرلوړي او د جمهور د واکمنۍغوښتنه کوي مونږ د دې خبرو سره ولاړ يو او د هغې مونږ ته دا سزا راکول کيږي".
درې ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت محمود خان اڅکزي په قومي اسمبلۍ کې وينا کړې، په انتخاباتو کې د درغلۍ او پوځ په انتخاباتو کې د لاسوهنې او ځينې امېدوارانو څخه د پېسو اخستو تورونه لګولي وو.
زيارتوال وويل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزی په کور د چهاپې وهلو په کلکه غندنه کوي، او زياته یې کړه، اڅکزی صدارتي امېدوار دی د حکومت پاکستان اييني زمه واري ده چې د هغه کور او کورنۍ ته تحفظ ورکړي.
محمود خان اڅکزی چې د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی، د سني اتحاد کونسل لخوا صدارتي امېدوار دی، او د پيپلز ګوند د صدارت د څوکۍ دپاره صدر اصف علي زرداري نومولی دی. د قومي اسمبلۍ سپيکر په نهم مارچ د صدر د څوکۍ د انتخاب دپاره د پارليمان ګډه غونډه بللې ده.
Forum