احسان محمد خان
په اردو ژبه جوړ کړل شوى فلم ”مين هون شاهد افريدي “دپاکستان وړومبى فلم دى چې ديو لوبغاړي په ژوند جوړ شوى .
د فلم جوړونکي دپاکستان د ټي وي ډرامو نوميالى هنرمند همايون سعيد اؤ شهزاد نصيب دي.
په دغه فلم کې مرکزي کردارونه نولس کلن نعمان حبيب اؤ نوميالۍ پاکستاني فنکارې ماه نور بلوچ ترسره کړي دي .
ددې ترڅنگ جاويد شيخ،شفقت چيمه، پخپله همايون سعيد،عيني جعفري ،عابد کشميري اؤفاطمه افندي هم په دغه فلم کې کار کړى دى.
نعمان حبيب په دغه فلم کې دپاکستاني کرکټ ټيم دپخواني کپتان اؤ ال راؤنډر شاهد اپريدي رول لوبؤلى دى.
دغه فلم واصي چوهدري ليکلى اؤ جوړ شوى دپاکستان په دريوؤ ښارونو اسلام اباد،سيالکوټ اؤ کراچۍ کې دى .
ددغه فلم ټريلر جاري کړل شوى اؤ ټاکل شوې ده په راتلونکي وړوکي اختر کې به مين هون شاهد افريدي دپاکستان په سينيماگانو کې نندارې ته وړاندې کولى شي.
دفلم قيصه په دې اډاڼه ده چې يو ځلمى دپاکستان دکرکټ دنوميالي لوبغاړي شاهد اپريدي په څير د مهم مقام ترلاسه کولو خوب لري.
دغه ځلمى دخپل خوب عملي کولو دپاره لارې لټوي اؤ بيا دکرکټ ديو کمزوري ټيم سره ملگرى شي دپاکستان دپنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې دکرکټ په يو ټورنامنټ يا سيالۍ کې برخه واخلي اؤ په دغه ټورنامنټ کې ددغه ځلمي په غوره کارکردگۍ دهغه کمزورى ټيم د خوشحالۍ څرگندؤنې کوي.
هسې خو مين هون شاهد افريدي هاغه فلم دى چې دکرکټ لوبه يې بنياد دى خو په دغه فلم کې دپاکستاني ټولنې نور اړخونه هم مخې ته راوستل شوي دي.
دفلم پروډيوسر همايون سعيد څو ورځې لۀ مخې ددغه فلم په هکله په خپله يوه مرکه کې وئيلي وؤ”ددغه فلم دنوم څخه ځينې خلک دا تاثر اخلي چې دا به يو سپورياخشک فلم وي خو هغۀ په دغه فلم کې دکمرشل سينيما ټول ضرورتونه په نظر کې نيولي دي “
دهغه په وينا په دغه فلم کې به مينه هم وي اؤ موسيقي هم .
همايون سعيد وايي ” دفلم په جوړښت کې يې دپاکستاني اؤ هندي فلم کتونکو مزاج په نظرکې نيولى اؤ دهغوئ دخوښۍ ټول شيان يې په دغه فلم کې ځايې کړي دي “
نوموړى وايي داسې هم نه ده چې گنې دغه فلم ټول په ټوله دشاهد اپريدي د ژوند څخه تاويږي بلکې په دې فلم کې هاغه ټول اړخونه په نظرکې نيول شوي چې د کرکټ په ميدان کې موجود وي لکه دلوبې په ميدان کې دلوبغاړو په پسر شرطونه لگول يا هم لوبغاړي دلوبې څخه لرې ساتل.
هغه وويل په دې فلم کې پخپله شاهد اپريدى ديو ميلمه په توگه راوستل شوى .
په پاکستاني ټولنه کې چې دمال اؤ طاقت په اساس ځينې خلک ځانگړى حيثيت لري اؤ دغه حثيت بيا په ناجائزه ډول دټولنې په نورو وگړو کاروي دغه هرڅه هم په دې فلم کې ترسترگو کيږي.
مين هون شاهد افريدي دپاکستاني فلمي صنعت هاغه فلم دى چې د ډيرې مودې وروستو دمعيار اؤ موضوع په اساس د ښۀ شهرت ترلاسه کولو امکان هم لر ي خو هرکله چې دغه فلم د وړوکي اختر په موقعه نندارې ته وړاندې کړل شي نو ماهران اؤ فلم کتونکي به پخپله پريکړه وکړي چې د وخت بدليدو سره سره پاکستاني فلمي صنعت کې څومره بدلون مخې ته راتلى شي.