لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د داعش او القاعده د مشرتابې وژنو د دواړو زور کم کړی



القاعده هم په اګست کې سنګين ګوزار وخوړلو کله چې امريکايي ډرون د افغانستان په سرښار کابل کې ايمن الظواهري په خپل کور کې ووژلو
القاعده هم په اګست کې سنګين ګوزار وخوړلو کله چې امريکايي ډرون د افغانستان په سرښار کابل کې ايمن الظواهري په خپل کور کې ووژلو

په امريکا او نورو غربي هېوادونو کې د داعش او القاعده لخوا د ترهګرۍ خطر کم شوی ځکه چې د دې ډلو په ځای نورې خطرناکې او وژونکې ترهګرې ډلې په تېرو څو کلونو کې رامنځ ته شوي.

خو د انتهاي فار رايټ او سپين پوست پرستو ترهګرو ډلو د خطر باوجود د ترهګرۍ ضد ادارو چارواکي محتاط دي او وايي د داعش او القاعده نه پېښ خطر شا ته نه شي غورزولی.

د نيدرلينډز د انصاف او امنيت وزير ډيلان يسېلګوز زيګيرييس چې کله په نومبر کې د واشنګټن په دوره و په مرکه کې وي او ای ته ويلي وو “او جهادېزم نن هم نيدرلينډز ته غټ خطر دی”.

اغلې زيګرييس ويلي وو “خطر موجود دی ځکه چې نظريه موجود ده خو په يورپ او زمونږ په هېواد کې اوس د دوی منظم وجود په ماتېدو دی”.

په کال 2022 کې د داعش او القاعده د مشرانو وژنو تر ډېره کمزوري کړي او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې پخوانی چارواکی اېډمنډ فېټن براون وايي “دا کال په ريښتيا د دوی د سر سړو د ختمولو کال و”.

د دې انديښنو باوجود چې داعش بيا سر راپورته کولی شي امريکا ترهګرې ډلې ته سنګين ګوزار ورکړو کله چې خصوصي ځواکونو د ډلې مشر ابراههيم الهاشمي القريشي د شپې په عملياتو کې ګېر کړو او هغه خپل ځان په بارودو والوزولو.

اته مياشتې وروستو داعش بل ګوزار وخوړ چې د ابو ابراهيم ځای ناستی ابو الحسن د فري سيرين ارمي د جنګيالو په عملياتو کې ووژل شو.

په دې دوران کې د امريکا د پلويانو لکه سيرين ډيموکرټېک فورسز او ترکي په عملياتو کې د داعش نزدې لس مهم مشران ووژل شو لا ونيول شول.

معلومه خبره ده چې امريکا د داعش په دفاعي ليکو کې ورننوتې ده او چارواکي وي او ای ته وايي دوی ته د ډلې د نوي مشر په معلومات شته که هر څو هم هغه په فرضي نوم ابو الحسن الحسيني القريشي پېژندل کيږي.

که چېرې امريکا وتوانيږي او ياد تن راپيدا کړي دا به په جهادي دنيا يو بوږنونکی اثر ولري.

فېټن براون وايي “داسې ښکاري چې دوی په ريښتيا په مشکل کې دي. دا داسې ده لکه چې وړۍ راکاږې راکاږې او بنين خس خس شي خو دوی يې ودرولی نه شي”.

هغه وايي “دا په دې معنا شي چې دا برانډ تر دې حده د کمزورۍ سؤب وګرځي چې هغه خلک چې غواړي د دې سره ځان وتړي او د ډوبېدو د وجې ترې لرې شي”.

القاعده هم په اګست کې سنګين ګوزار وخوړلو کله چې امريکايي ډرون د افغانستان په سرښار کابل کې ايمن الظواهري په خپل کور کې ووژلو.

د الظواهري په وژنه ولسمشر جو بايډن ويلي وو “انصاف ورورسېد. هيڅ خبره نه ده چې دا څومره وخت اخلي او هيڅ مسله نه چې ته چرته پټ يې. که ته زمونږ خلکو ته خطر يې امريکا به دې پيدا کوي او ختموي”.

د غربي ملکونو انديښنې چې ترهګري بيا د افغانستان نه خورېدلی شي لا ريښتيا شوي نه دي خو د ترهګرۍ ادارو امريکايي چارواکي وايي چې داعش او پلويان يې لکه داعش خراسان او القاعده دومره ځپلي شوي چې د غرب خلاف د عملياتو خوب به يې ريښتيا شي.

په حقيقت کې د ترهګرو جهاديانو جالې نورو ځايونو ته خوريږي.

د امريکا د ملي استخباراتو مشر اروېل هينز په کيليفورنيا کې يوې غونډې ته ويلي د يمن د القاعدې څانګه اوس هم ډېره خطرناکه ده او توان لري چې په غرب کې حملې وکړي.

د القاعده د سوماليا څانګه الشباب هم څه کمه خطرناکه ډله نه ده چې د القاعده مرکزي قيات ته مالي مرستې ورکوي او په افريقا او نورو ځايونو کې د امريکا او غربي اهدافو په نخښه کولو ارمانجن دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG