لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په شمول د نړۍ په زیاترو لویو ډنډونو کې موسمي بدلون دلاسه اوبه کمې شوي 


 په تودوخي کې د اضافې له امله د جهیلونو اوبه په بخاراتو کې بدلېږي،‌ الوځي او په فضا کې شاملېږي.  په دې عمل کې په ځمکه د اوبو په ذخیره کې اوبه کمې شي
په تودوخي کې د اضافې له امله د جهیلونو اوبه په بخاراتو کې بدلېږي،‌ الوځي او په فضا کې شاملېږي.  په دې عمل کې په ځمکه د اوبو په ذخیره کې اوبه کمې شي

د نړیوالو څېړونکو يوې ډلې ویلي چې د نونسوه نوي د لسېزې راهسې په دنیا کې په زیاترو لویو جهیلونو کې اوبه کمې شوي دي چې په کې په افغانستان کې ډنډون هم شامل دي او یو لوی سبب یې په نړیواله کچه په موسم کې بدلون هم دی.

د پوهانو د څېړنې نتیجې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي، موندلي یې دي چې د موسمي بدلون ترڅنګ په زراعت، د بجلۍ په جوړولو کې د اوبه استعمال او انساني ضرورتونه هم د اوبو په ذخایرو کې د کمي ذمه وار دي.

د نړیوالو پوهانو ډلې دنیا د لویو جهیلونو مطالعه کړې چې په کې د کېسپیین سمندر چې د یورپ او اېشیا ترمنځ پروت دی او په جنوبي امریکا کې يې د لېک ټيټي کاکا څېړنه کړې ده. دوی موندلي چې په تېرو قریباً دریو لسیزو کې د دنیا لویو جهیلونو کې هر کال په مجموعي توګه 22 ګېګاټن اوبه کمې شوي دي چې د امریکې تر ټولو لوی ډنډ لېک ميډ نه 17 چنده زیاتې اوبه دي.

د یونېورسټي اف ورجینیا د اوبه د مطالعې ماهر د جهیلونو څېړنه کونکي ډلې مشر و ساینس نومې مجلې کې شایع شوي کې يې وویل په قدرتي جهیلونو کې د اوبو 56 فیصد کمی د نړیوالې تودوخي او د انساني استعمال او د دې په نتیجه کې تودوالي له امله شوی دی.

د موسم ساینس پوهان فکر کوي چې په موسم کې د بدلون په نتیجه کې به د دنیا وچې سیمې نورې هم وچې او لوندې سیمې به نورې هم لوندې شي خو د جهیلونو د مطالعې ډلې موندلي چې په مرطوبو سیمو کې هم د جهیلونو اوبه کمې شوي دي.

ساینس پوهانو د سېټلایټ یا د مصنوعي سیارو او نورو معلوماتو په بنیاد قریبا د 2000 لویو جهیلونو مطالعه او پېمایشونه یې وکړل.

څېړنې وموندل چې د انساني استعمال، د بارانونو په وختونو کې د تبدیلۍ، د جهیلونو تلونه د راپورته کېدلو او په درجه حرارت کې د زیاتوالي له امله د 1992 نه تر 2020 پورې 53 فیصد جهیلونو کې د اوبو سطح کمه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په نړیواله کچه قریبا دوه بېلین خلک په وچوالي کې مبتلا جهیلو سره نژدې سیمو کې ژوند کوي او په تېرو څو کلونو کې اوبو د کمېدو نه نېغ په نېغه متاثر شوي دي. ساینس پوهان خبرداری کوي چې که چېرې د دنیا د حرارت درجه د یو اشاریه پېنځه سېنټي ګرېډ نه زیاته شوه نو تباه کن اثرات به ولري. د دنیا درجه حرارت د یو اشاریه یو سېنټي ګرېډ زیات شوی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي څېړنې وویل د انساني استعمال دلاسه د مرکزي اېشیا بحیره ارال او په منځني ختیخ کې بحیره مردار او په تودوخي کې د زیاتوالي له امله په افغانستان، مصر او منګولیا کې د جهیلونو اوبه کمي شوي دي. په تودوخي کې د اضافې له امله د جهیلونو اوبه په بخاراتو کې بدلېږي،‌ الوځي او په فضا کې شاملېږي. په دې عمل کې په ځمکه د اوبو په ذخیره کې اوبه کمې شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG