لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملک عطاء: پاکستاني پوځ دومره وهلی یم چې ګرځېدی نه شم


د اسلام اباد په پښتون لاریون کې عمرخوړلی ملک عطا الله جان هم ګډون کوي، هغه وايي په ۲۰۱۲م کال کې پاکستاني پوځیانو د اسلام اباد له موټروې څخه وتښتاوه، چې ۱۸ میاشتې یې په بند کې ساتلی وو او دومره يې ټکولی وو چې اوس پخپله ګرځېدی هم نه شي.

عطا الله جان زیاتوي چې هغه تر مځکې لاندې ساتل شوی وو، نه یې د مځکې سر لیده او نه اسمان او کله به غسل خانې ته تلو نو سترګې به يې هم ور تړلې وې. وایي دومره لوږه یې ورباندې تېروله، چې حتی په دوو اخترونو کې هم په مړه خېټه ډوډۍ ونه خوړله.

ملک عطاالله جان د شمالي وزیرستان د مکین سیمې اوسېدونکی دی. وایي سیمه یې د طالبانو مرکز وو، طالبانو په زور له خلکو ډوډۍ غوښتله، که خلکو نه ورکولای، نو خپلو شخصي زندانونو ته یې اچول، خو وایي پوځ بیا د بند په وخت دا پوښتنې ځنې کولې، چې بیت الله یا نور طالبان ستا کره درتلل که نه.

ملک عطا الله جان په دې ویډیو کې خپله کیسه کوي:

https://www.facebook.com/voadeewa/videos/1765319080192967/

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG