لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ پاکستان ته رسېدلې، سېلاب ځپلو سيمو ته به ورځي


د سوات سره تعلق لرونکې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې سېلابونه راغلي او پاکستاني چارواکي سېلابونو 33ملينه خلک اغېزمن کړي دي
د سوات سره تعلق لرونکې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې سېلابونه راغلي او پاکستاني چارواکي سېلابونو 33ملينه خلک اغېزمن کړي دي

په نړیواله کچه د تعلیم مبارزه نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ پاکستان ته رسېدلې، د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی چې يوسفزۍ تيره شپه کراچۍ ته رسېدلې او هغه به د سېلاب ځپلو سيمو سفر کوي، خو ملاله يوسفزۍ او نه ملاله فنډ په دغه اړوند په خپله څه ويلي دي.

د سوات سره تعلق لرونکې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې سېلابونه راغلي او پاکستاني چارواکي سېلابونو 33ملينه خلک اغېزمن کړي دي.

د چارواکو په وېنا په سېلابونو سيند او بلوچستان صوبې زیاتې ځپلي او تراوسه پورې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه په پاکستان کې د سېلابونو له امله 1700 کسان مړه شوي چې پکې 763 يواځې په سيند صوبه کې دي.

اېن ډي اېم اې ويلي، سېلابونو په لکونو کورونه تباه کړي، په زرګونو کلومیټره سړکونو او په ملينونو اېکړه زرعي ځمکې يې هم اغېزمنې کړي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان دپاره د 816 ملينه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده.

د ستمبر په مياشت کې ملاله فنډ ويلي پاکستان د تاريخي موسمياتي بحران سره مخ دی او سېلاب ځپلو ته د مرستو يې ویلي وو.

ملاله فنډ د نړيوالې ژغورنې کمېټۍ ته فنډ جاري کړی وو چې په بلوچستان کې به د سېلاب ځپلو سيمو کې په ځانګړي ډول جینکو ته د نفسياتي اغېزو څخه بهر ويستو دپاره مرستې کولی شي، دوی ته به د ژوند هنري زده کړې ښايي او د صحت په برخه کې به هم ورسره مرستې کوي.

ملاله فنډ ويلي وو هغه ماشومانې چې سکولونه يې اغېزمن شوي يا بې ځايه شوي د هغو دپاره به د تعلیم اسانتياوې برابرولی شي.

ملاله فنډ زیاته کړې، د ژغورنې نړيواله کميټي به د جينکو لس سکولونه چې تباه شوي بيا به یې ودانوي چې ماشومانې جينکۍ بیرته سکولونو ته راشي.

ملاله يوسفزۍ د سېلابونو له امله د خلکو په اغېزمن کېدو خواشيني څرګنده کړې او په نړيواله ټولنه يې د مرستو غږ کړی وو. د ملاله يوسفزۍ خپله پلارنۍ علاقه سوات هم د سېلاب ښکار شوی وو.

ملاله په داسې حال کې پاکستان ته راغلې چې په هغې د وسله وال بريد لس کاله وروسته پرون په سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي بريد شوی، د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی دی.

د يادې پېښې په ضد په سوات کې احتجاج روان دی او نن شخصي سکولونه هم احتجاجا تړل شوي دي.

ملاله يوسفزۍ له دې وړاندې د 2018 د مارچ په مياشت کې پاکستان کې راغلې وه. دغه د هغې د کال 2012 وروسته د پاکستان لومړی سفر وو.

د کال 2012 په نهم اکتوبر په ملاله يوسفزۍ په سوات کې هغه وخت طالبانو بريد کړی وو چې کله هغه د نورو جينکو سره په ګاډي کې د سکول نه کور ته روانه وه.

د ژوبلېدو وروسته د هغې لومړۍ درملنه په پاکستان کې شوې او بيا برتانیې ته منتقل کړی شوې وه.

د ملالې اوسنی سفر د کال 2012 وروسته د پاکستان دوېم سفر دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG