لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر زرداري لور آصفه بهټو ملاله سره خبرې اترې کړې


ملاله سره په نړي واله کچه د خواښوگۍ او د هلاتړ څرگندونې شوې دي
ملاله سره په نړي واله کچه د خواښوگۍ او د هلاتړ څرگندونې شوې دي
د پاکستان صدر اصف علي زرداري او د پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بهټو لور آصفه بهټو د اتوار په ورځ د سوات ملاله یوسفزۍ سره په ټیلي فون خبرې اترې کړې دي او برطانیه کې د پاکستان سفیر ویلي د ملاله صحت کې په تندۍ ښه والی راځي.
لندن کې د پاکستان سفیر واجد شمس الحسن وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته په خصوصي مرکه کې ویلي آصفه بهټو د ملاله سره تر ١٠ ؤ منټه پورې په ټیلې فون خبرې ووکړې او د هغې د صحت په حقله يي پوښتنې ووکړې.
١٥ کلنه ملاله تیره میاشت سوات کې د طالبانو په حمله کې د زخمې کیدو ورستو د برطانيي برمنگهم ښار کوین الزبت هسپتال ته منتقل کړی شوې ده. ډاکټران وايي د هغې په صحت کې په تندۍ بهتري رامځنته کیږي.
ملاله سوات کې د زنانه ؤ د حقوقو او تعلیم په حق کې غږ پورته کړی وو. طالبانو په هغې د غرب پلوه نظریاتو د پرچار الزام لگولی دی او په هغې يي د بیا حملې دړکه هم کړې ده.
په نړي واله کچه د ملاله سره د خوا خوږۍ او د ملاتړ څرگندونه شوې ده او د هسپتال په ویب پاڼه اوس هم د هغې د همت او جرات د ستائنې لړۍ روانه ده.
د ملالې د صحت او د هغې او د آصفه بهټو په ټیلې فون نور تفصیل تاسو لندن نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال عادل شاه زیب رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG