لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د ښځو او تنکو ماشومانو په بې رحمه وژنو ډیره دردېدلې یم: ملاله یوسفزۍ


‎د جینکو د تعلیم نړیوالې فعالې ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ تازه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

هغې په پښتو ژبه کې په یو ټویټ کې دغو بریدونو ته وحشیانه ويلي دي. ملالې لیکلي دي په افغانستان کې د بې وزلو ښځو او تنکو ماشومانو بې رحمه وژنو ډیره دردولې ده:

"د افغانستان په کابل او ننګرهار کې د ترهه ګرۍ تازه وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او تنکو ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم، زه دغه بریدونه په کلکه غندم”

ملالې په خپل ټویټ کې ددغو بریدونو غندنه کړې ده او د ملګرو ملتونو لخوا د ډزبندۍ د اپیل ملاتړ یې کړی دی :

" زه د ملکرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کې د اور بند غږشوی دی”

تیره ورځ د کابل او ننګرهار د تر هګرۍ په حملو کې له څلوېښتو زیات کسان وژل شوي او سل تنه نور ژوبل وو.

په سیمه کې یو شمیر کسانو رسنیو ته ویلي وو چې بریدګرو په روغتون کې دننه ښځې هم وژلي دي.

بل اړخ ته طالبانو د کابل او ننګرهار په پېښو کې لاس لرل رد کړي دي، مګر د افغانستان نایب صدر امرالله صالح پخپل ټویټر لیکلي , ترهگرو طالبانو، په یو هسپتال او د جنازې په مراسمو برید کړی.

په افغانستان کې د تشدد د پر له پسې پېښو وروسته صدر اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړ ی چې د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو پر ضد پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG