لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله فنډ: د جینکو تعلیم په اقتصادي پرمختگ کې چټکتیا راوستلی شي


دجینکو د تعلیم دپاره کارکونکی تنظیم "ملاله فنډ" ویلي د جینکو تعلیم نه یوازې د پاکستان بلکې په نړیواله کچه د اقتصادي پرمختگ رفتار گړندی کولی شي.

ملاله فنډ د جینکو د نړیوالې ورځ په مناسبت په یو رپورټ کې ویلي د "فل فورس" یا د ټول طاقت په نوم یې د جینکو د تعلیم دپاره یو کمپاین پېل کړی دی.

رپورټ وايي که چېرې په ١٠٠ که یوه جینۍ هم د لسم او یا د دولسم پورې تعلیم ترلاسه کړي نو په اقتصادي دوه کې د اشاریه درې فیصد پورې زیاتېدی کېدلی شي.

ملاله فنډ د سوات د امن نوبېل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ پېل کړی چې په نړیواله کچه د جینکو د تعلیم دپاره کار وکړي.

د پېغلو او د ځوانانو د حقونو دپاره کارکونکي مېرمن اربیه شاهد د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل که چېرې د پاکستان حکومت د هېواد اقتصادي پرمختگ غواړي نو پکار ده چې د جینکو تعلیم ته پام وگرځوي.

مېرمن اریبه زیاته کړه چې د جینکو تعلیم نه یوازې ددوی په ژوند بلکې په مجموعي توگه د هېواد په اقتصادي ترقۍ کې مرسته کولی شي.

د ملاله فنډ رپورټ ته په اشاره مېرمن اریبه وايي دغه رپورټ په ډاگه کوي چې د جینکو تعلیم نه یوازې د پاکستان بلکې په نړیواله کچه اقتصادي پرمختگ گړندی کولی شي.

ماهرین وايي پاکستان د خپل امدن لویه برخه په دفاعي مدونو مصرفوي چې له امله یې د ولس د صحت د خیرښېگړې او د تعلیم مدونه بې پېسو پاتې شي او نتیجه یې دا ده چې په پاکستان کې د تعلیم شرح ټیټه ده او ولس ته د صحت د خېرښېگړې معیاري سهولتونه نه دي ترلاسه.

د کال ٢٠١٦ او د کال ٢٠١٧ دپاره شمېرې ښايي په پاکستان کې د دوه نیم کروړه نه زیات ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې ٥٨ فیصد برخه یې جینکۍ دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG