لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ، اېچ ار ډبلیو پاکستان کې د جېنکو سکولونه سوځول غندلي


په ګرده نړۍ کې د جېنکو د تعلیم لپاره مبارزه کونکې او نوبل جاېزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د جینکو او هلکانو ۱۳ سکولونو سوځولو غندنه کړې.

په کال ۲۰۱۲م کې د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د پاکستاني طالبانو لخوا په یو خونړي برید کې ژوبل شوې او دا مهال په ګرده نړۍ کې د جینکو د تعلیم لپاره غږ پورته کونکې ملاله یوسفزۍ په ټوېټر په خپل پيغام کې دغه برید غندلی او لیکي: ٫٫ تندلارو یو ځل بیا اوښودله چې دوي د څه نه ډیر ویریږي، هغه جینۍ چې ورسره کتاب وي.٬٬

ملاله یوسفزۍ په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي ٫٫ پکار ده دغه سکولونه زر تر زره بیرته ودان شي، دغه ماشومان خپلو سکولونو او کلاسونه ته ولیږل شي او نړۍ ته وښودل شي چې دغه هلکان او جېنکۍ د زده کړو حق لري.٬٬

د زیارت یا پنجشنبې په شپه د پاکستان په ګلګت بلتسان (دیامیر) ضلع کې د جینکو تعلیم مخالفه وسله والو د هلکانو او جینکو نژدې ۱۳ سکولونه په بمونو الوزولې او سوځوولې.

د ګلګت بلتستان د اسمبلۍ سپیکر جعفرالله خان ویلي د سېمې سکولونه سوځول د دوي راتلونکی نسل د تعلیم نه بې برخه کولو یو سازش دې.

٫٫ دا وړه پیښه نه ده. دوي یواځې زمونږ سکولونه نه دي سوځولي، دوي زمونږ د نسلونو راتلونکی سوځولی. مونږ غواړو په دغه پیښه کې ککړ کسان دې ونیول شي او د قانون لاندې دې دوي ته د دغه جرم سزا ورکړی شي.

Gilgit-Baltistan's Diamer
Gilgit-Baltistan's Diamer

د سېمې پولیسو ویلي په علاقه کې د طالبانو سره تړلي وسله والو د دې وړاندې هم په سکولونو بریدونه کړي. د کال ۲۰۰۴م په فرورۍ کې نهه او د کال ۲۰۱۱م د سمبر په میاشت کې دوه سکولونه تباه کړی شوي چې پکې زیاتره د جینکو سکولونه دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن راېټس واچ) د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې مرستیال مشر بیډ شیپرډ ویلي ٫٫ دیامیر کې په سکولونو حمله هغه خطرې ښکاره کوي چې په پاکستان کې ورسره هره ورځ زده کونکي او استاذان مخامخ دي.٬٬

ښاغلي شیپرډ د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې د پیښې پلټنې دې وکړي او برید کونکو ته دې سزا ورکړی شي. چې دا خبره یقیني شي په دغه هیواد کې ماشومان په امن سره خپلو سکونو ته تلی شي.٬٬

د بشري حقونو نړیوالې ادارې تر مخه دا وخت پاکستان کې نژدې پنځوس لکه (۵ مېلینه) ماشومان د سکولونو نه بهر دي. طالبان، لشکر جهنگوي او د دوي سره تړلي وسله والې ډلو په پاکستان کې د ماشومانو لپاره تعلیم ترلاسه کول گران کړي دې.

اداره زیاتوي په کال ۲۰۰۷م کې د پاکستاني طالبانو لخوا د خېبر پښتونخوا سوات او ملاکنډ ډویژن په زیاتره سیمو د قبضې وروسته د ۱۰۰ نه زیات د جینکو سکولونه په زور بند کړی شوي وو.

اېچ ار ډبلیو په خپل رپورټ کې وړاندې لیکلي د پاکستان په ځینو سېمو کې امنیتي ځواکونو (پوځ) هم په تعلیمي ادارو کې خپلې اډې جوړې کړي او د خپلو عملیاتو لپاره د ماشومانو سکولونه کاروي. د ادارې تر مخه د وسله والو لخوا په سکولونو د بریدونه یو علت دغه هم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG