لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ پښتنو جینکو ته: د تعلیم او نورو حقونو لپاره خپل غږ پورته کړۍ


د جینکو د تعلیم او حقونو نړېوالې مبارزې او نوبل جایزه ګټونکې پښتنې ملاله یوسفزۍ د جینکو نړیوالې ورځې په مهال وي او ای ډیوه ته په یو ځانګړي پېغام کې په پښتنو جینکو غږ کړی، غلي مه کښېنۍ، د تعلیم او خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړئ.

د اکتوبر ۱۱مه نېټه په ګرده نړۍ کې د ملګرو ملتونو لخوا د ماشومانو جینکو نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کیږي. ملګري ملتونه دغه ورځ د کال ۲۰۱۱م راهسې هر کال لمانځي او د دې ورځ حدف په نړۍ کې ماشومانو جینکو ته د تعلیم، صحت او نورو بنیادي حقونو ورکولو په اړه حکومتونه، والدین او عام خلک خبرول دي.

وي او ای ډیوه ته په یو آډیو (غږیز) پېغام کې ملاله یوسفزۍ په پښتنو جینکو غږ کړی چې دا ورځ په خوشحالۍ ولمانځۍ. غلي مه کښېنۍ، خپل حق وغواړې، خپل غږ پورته کړۍ.

ملالې ویلي: ٫٫ کوم حقونه چې اېین، مذهب او قانون درکړي د هغې لپاره وه جنګیږۍ او په ځان باور وساتۍ.٬٬

د جینکو تر څنګ ملاله یوسفزۍ په مېندو او پلرونو، وروڼو خوېندو، مذهبي اوسیاسي مشرانو هم غږ کړی چې خپلې لوڼه خبرو ته پرېږدۍ، دهغوي خبره واورۍ او د تعلیم تر څنګ پوره حقونه یې ورکړۍ. ملاله زیاته کړې جینکو ته خنډان مه جوړوئ.

ملاله یوسفزۍ زیاته کړې،‌ په ګرده نړۍ کې ۱۳۰ میلینه جینکۍ د تعلیم نه محرومه دي او کرونا وبا د لاسه خطر سېوا شوې چې ۲۰ میلینه نورې جینکۍ هم د تعلیم د بنیادي حق نه محرومه پاتې شي.

پښتنو جینکو ته د خپل پېغام په اخیره کې ملاله یوسفزۍ ویلي دا مې ارمان دی چې هره پښتنه جینۍ تعلیم وکړي په خپلو پښو ودریږي او د هغه جینکو سره ودریږي اوملاتړ یې وکړي چې خپلو حقونو ترلاسه کولو کې مشکلات لري. وي او ای ډیوه ته د ملاله یوسفزۍ دغه پوره پېغام په لاندېني لنک کې واورئ.

ملاله یوسفزۍ وايي هرې جینۍ ته د خپلې خبرې کولو حق ورکول پکار دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:47 0:00

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG