لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله سره ملاقات زما لپاره د ویاړ خبره ده، شاه رخ خان وايي


د هندي فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان ویلي دا به د هغه لپاره د ویاړ ځای وي چې د سولې د نوبل جایزې له گټونکې ملاله یوسفزۍ سره ملاقات وکړي.

هر تن به د یو مشهور شخصیت سره د لېدلو خواهش لري خو مشهور خلک د هر چا سره څه ډیر په اسانه نه ویني او بیا د شاه رخ خان په شان هنرمند چې د هندي فلمي صنعت باچا یادیږي، د هغه سره د لېدلو موقع د ډیرو کمو خلکو په نصیب وي خو که چېرې د شاه رخ خان سره د لېدو خواهش تر ټولو کم عمر کې د نوبل انعام گټونکي ملاله وکړي نو شاید چې دا استثنا ولري.

ملاله ډیره ساده غوښتنه کوي. هغه د شاه رخ خان څخه غواړي چې اکسفورډ یونیورسټۍ (پوهنتون) ته راشي او د زده کوونکو سره خبرې وکړي.

نومبر کال ٢٠١٦ کې، کله چې شاه رخ خان د خپل وروستي فلم "ډئیر زندگي" لپاره کمپائن کاوه نو د اکسفورډ یونیورسټۍ لیډي مارگریټ هال مشر(پرنسپل) "اېلن رسبرجر" ترې نه په ټویټر وغوښتل چې ایا شاه رخ خان اکسفورډ یونیورسټۍ ته راتللې شي او طالب علمان سره خبرې کولې شي؟ ځکه چې دوي ده سره مینه لري.

که څه هم دې غوښتنې ته هاغه وخت د شاه رخ خان څه ځواب ور نکړو خو د تیراتوار، یکشنبې، په ورځ نوبل جایزه گټونکې ملاله یوسفزۍ په خپل ټویټر اولیکل چې دا اوس هم د اېلن رسبرجر د پوښتنې ځواب ته سترگې په لار ده.

ملاله په اکسفورډ یونیورسټی کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد سبق زدکړې کوي.

شاه رخ خان اوس ملاله له ځواب ورکړی او د هغې ټویټر پیغام ته یې په ځواب کې لیکلي، "بیشکه زه به درشم او تاسره لیدل به زما لپاره امتیاز وي."

شاه رخ خان وړاندې لیکي هغه د خپل ټیم څخه غواړي چې سمدستي دې په ترجیحي بنیادونو ده لپاره وخت پیدا کړي چې دې اکسفورډ یونیورسټۍ ته لاړ شي.

هندي میډیا لیکي چې شاه رخ خان ورته ویلي چې هغه غواړي چې خپله وینا"تقریر" په خپله ولیکي او دې لپاره وخت اوباسي ځکه چې هغه لا د وینا موضوع هم نه ده خوښه کړی.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG