لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دناروى پارليمان ملاله دنوبل انعام لپاره نومولې ده


دناروى دپارليمان غړو دطالبانو بريد کې ژوبل شوې پاکستانۍ طالب علمه ملاله يوسفزۍ د2013م دنوبل امن انعام لپاره نومولې ده.
دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه ناروى کې د واکمن گوند ليبرپارټۍ غړو ملاله يوسفزۍ دامن ددغه ستر انعام لپاره دنومولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دجينکو دتعليم په حق کې په غږ پورته کولو بايد دغه پاکستانۍ ميړنۍ جينۍ ته انعام ورکړل شي.
هغوي وئيلي ملالې دټولې نړۍ په خلکو ژور اثر کړى، ملاله دهاغه ځوان نسل استازې ده چاچې دسماجي ميډيا په ذريعه دجينکو ديو شان دحقونو پيغام ورکړى.
هغوي دا هم وئيلي چې دملالې ارادې طالبانو دومره خطرناکې محسوسې کړې چې دهغې دوژلو فيصله يې وکړه.
15 کلنه ملاله يوسفزۍ تير کال داکتوبر په مياشت کې دخيبرپښتونخوا دسوات په مينگوره ښار کې هاغه مهال دتندلارو په ډزو سره ژوبل شوې وه کله چې هغه دسکول په يو بس کې کور ته روانه وه، دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې ملالې يوسفزۍ ته ددغه پيښې وروستو په ټوله نړۍ کې شهرت ترلاسه شو.
ملاله اوس مهال په لندن کې اوسيږي ، دکوئين الزبتهـ روغتون ډائريکټر په روانه اوونۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ چې دملالې دکهوپړۍ ديوې مشکلې سرجرۍ لپاره داپريشن تيارۍ کولى شي، په دغه اپريشن کې به ډاکټران او نرسان برخه اخلي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG