لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د عراق نه د خپل سفر پرمهال څه لیکلي؟


Malala Yusivzai
Malala Yusivzai

دوه ورځې وړاندې د عراق شمال ته هغه وخت راغلم چې حکومت په موصل کې د داعش په وړاندې خپله بریا اعلان کړه.

په کوڅو او واټنو کې ښايي جګړه پای ته رسېدلې وي خو د جونو د حقونو لپاره به زمونږ جګړه روانه وي. ما غوره وګڼله چې زما د زوکړې ورځ سږ کال په عراق کې تیره کړم او د ۱۳ کلنې نایر په څېر انجونو سره وګورم.

کله چې توندلارو موصل ونیوه نو نایر ونشوه کړی چې درې کاله ښونځي ته لاړه شي. د هغې کورنۍ په اپریل کې هغه مهال تېښتې ته مجبوره شوه کله چې یې پلار د داعش لخوا ونیول شو. دوي بیا د هغې راهیسې د خپل پلار په اړه څه نه دی اوریدلي.

نایر په عراق کې له درې میلیونو بې ځایه شویو خلکو له ډلې څخه ده چې نیمایي یې ماشومان دي او تقریبا نیمایي بیا په ښونځیو کې نه دي شامل او پدې کې د جینکو شمېره نوره هم بدرنګه ده.

کله چې نایر له موصل څخه وتښتېدله نو هغه ښونځي یا سکول ته د بیرته تګ په برخه کې ژمنه وه. هغې ماته وویل هر څه چې کیږي خو هیڅ څيز به ما د خپلو زده کړو له پوره کولو څخه منع نه کړي.

د هغې نوی ټولګی د کډوالو د کمپ په یوې وړې لګېدلې کېږدۍ کې دی. هغه په سخته ګرمۍ کې خپلې ازموینې ورکوي.

خو نایر پدې پوهیږي چې یواځې تعلیم دی چې هغې ته د ښې راتلونکې هیله ورکوي. د ټولو کړاونو سره سره نایر ښونځي ته د بیرته تګ پر مهال وویل داسې ښکاري چې زما ټولې هیلې به پوره شوې وي.

زه پوهیږم چې نایر څه ډول احساس لري؟

کله چې زمونږ کورنۍ د ناخوالو له امله د پاکستان د سوات له درې وتښېده نو ما به هره ورځ ټولګي ته د بیرته ګرځېدو فکر کاوه. زه د یولسو کالو وم خو فکر مې کاوه چې راتلونکې مې له لاسه ورکړه.

زه چې اوس په عراق کې یم، زه به له ډیرو هغو جونو سره وګورم څوک چې زما په شان کیسې لري. دغه عراقي جونې که کردانې، عیسویانې، یزیدۍ او یا د سوریې دي ټولې په کم عمر کې له تاوتریخوالي اغېزمنې شویدي.

دوي د یوې غوره راتلونکې امیدونه لرل خو نن یې زیاتره ښونځي ته هم نشي تللاي. مونږ باید له هغو ماشومانو څخه چې تېښتې ته مجبوره شویدي دا وه نه غواړو چې ښونځی دې هم پرېږدي. مونږ نشو کولی چې د نایر په څېر جونې د تعلیم د ترلاسه کولو په جګړه کې یواځې پرېږدو.

نن زه د عراق له جونو سره ولاړه یم. تاسو هم کولای شئ له ما سره ودریږئ ترڅو دغو جونې په خپله مبارزه کې ناهیلې نشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG