لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انور ابراهیم: ماهاتیر محمد مې بخښلې، خو په کابینه کې یې نه شاملیږم


انور ابراهیم سره د خپلې مېرمن یوې خبري غونډې ته وینا کوي

ملیشیایي سیاستوال، انور ابراهیم، له درې کلن بند وروسته، د یو سلطنتي فرمان له مخې وبخښل شو او له بنده خوشې شو.

اویا کلن انور ابراهیم د شورو، چهارشنبې ورځ، له روغتون څخه چیرته چې هغه د اوږې د یو ټپ له امله تر درملنې لاندې و، راووت او د ملیشیا پاچا، پنځم سلطان محمد، لیدلو ته ورغی. کله چې هغه په کوالالمپور کې له روغتون څخه راووت، نو سلگونه ملاتړي یې هرکلي ته ولاړ ول.

تېره اونۍ د انور ترمشرۍ لاندې گوند، چې فاکتن هارفن یا د هیلې ائتلاف نومیږي، د ملیشیا د پارلمینټ په ټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړله، او مخکینی وزیر اعظم، نجیب رزاق یې پس له ډیرې مودې، له واکه بې برخې کړ. انور ابراهیم د دغې بریا په خاطر، د ملیشیا خلک وستایل او ویې ویل چې هغوی "له دې پرته چې قومي او مذهبي توپیرونه په پام کې ونیسي، د جمهوریت او آزادۍ پر اوصولو ودرېدل".

په دې ټاکنو کې انور ابراهیم په بند کې و او ماهاتیر محمد یې د گوند مشري کوله.

مهاتیر محمد وایي چې دوه کاله به د ریاست مشري کوي او پس له هغه به واک انور ابراهیم ته وسپاري. خو په کار ده چې انور په اوله کې د پارلمینټ غړی وټاکل شي ترڅو وکولای شي د مهاتیر محمد پر ځای وزیراعظم شي. خو ددې سره سره، د انور میرمن، وان عزیزه وان اسماعیل، اوس مهال د وزیر اعظم مرستیاله ده.

انور په ٢٠١٥ کال کې، د فساد او لواط په تورونو محکوم وپیژندل شو، خو هغه پخپله وویل چې دا تورونه رښتیا نه دي او سیاسي انگیزه لري. انور ابراهیم پخوا، کله چې مهاتیر محمد د ړومبي ځل لپاره د ملیشیا وزیر اعظم پاته شوی و، د هغه په کابینې کې د وزیر اعظم مرستیال او د مالیې وزیر و، خو بیا په کال ١٩٩٩ کې گوښه کړای شو.

ددغه گوښه کېدو نتیجه دا وه چې بالاخره انور د لواط په تور محکوم وگڼل شي او په شپږ کاله بند محکوم شي. انور اوس وایي چې مهاتیر محمد یې بخښلی، خو دا قصد نه لري چې د هغه په کابینه کې ورگډ شي.

XS
SM
MD
LG