لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مالي عسکرو د ترهګرو نه هوټل ازاد کړی


Map of Mali
Map of Mali

د مالي امنیتي عسکرو نن د جمعی په ورځ ناوخته د داعش تندروه ډلې د وسله والو نه هغه هوټل ازاد کړی کوم چرته چې ترهګرو سحر وختي ۱۷۰و پوری کسان یرغمل کړي وو. تر دي دمه راغلي رپورټونو تر مخه په ریډیسن بلو هوټل کې ۱۸ کسانو مړي موندل شوي.

پدغه عملیاتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي. اخوا د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی د مړو شمیره سوا کیدې هم شي.د هوټل صفا کولو د عملیاتو وروستو اوس هم پدغه هوټل کې د ډزو او چاودنو اوازونه راروان دي.

د مالي په سر ښار بماکو کې د جمعې په ورځ د داعش تندروه ډلی وسله والو لخوایرغمل شوي کسانو کې ۸۰ کسان لا هم په هوټل کې اینښتي دي. د جمعې په ورځ سحر وختي په ریډیسن بلو هوټل کې وسله والو نژدی ۱۷۰ کسان یرغمل کړي وو. چې پکې ۳ وژل شوي هم دي.

د مالي خصوصي امنېتي عسکر اوس دغلته د هوټل بیلا بیل چتونه اوطاقونه لټوي چې یرغمل شوي کسان راخلاص کړي. د رپورټونو تر مخه د امریکا خصوصي عسکر هم پدغه عملیاتو کې د مالي مرسته کوي. مطبوعاتي رپورټونه واېي وسله والو هغه کسان خوشي کړي چا چې د دوي په وړاندې د قران مجید تلاوت کړی وو. د اولني رپورټونو تر مخه دغه هوټل ته څلور وسله وال ورننوتلي وو.

د ملګرو ملتونو اومالي عسکر د دغه هوټل نه تاو شوي او هوټل ریډیسن بلو ته تلونکي ټول سړکونه تړل شویدي. د مالي حکومت په خپلو خلکو غږ کړی دهوټل د خواو شا نه لری اوسي. او بهر دي نه راوځي. فرانس هم د خپل نیم پوځي دستو یوه ډله دغلته د عملیاتو څارنې له لیږي. مالي د فرانس پخوانې کالوني پاتې ده.

تر دی دمه د دغه حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اغستې. مالي د تیرو څو کلونو راهسې د القاعده سره تړلې ډلو پرضد جکړه کې بوخت دی.

د ترکي واېي ادارې وېلي د دوي شپږ کار کونکي دغه هوټل کې اېنښتي دي. د فرانس، ناېجیریا او چین شهریان هم په دغه هوټل کې ګیر دي. د رپورټونو تر مخه په هوټل کې د امریکاېی میلمنو د موجودیت امکان هم شته.

د امریکا صدر بارک اوباما څوک چې دا وخت په ملایشیا کې د آسیان هیوادونو غونډه کې ګډون کوي د دغه حالاتو نه خبرکړی شوی. په مالي کې امریکا ېي سفارت په یو بیان کې وېلي سفارت دغلته د روانو حالاتو نه خبر دي. سفارت په خپلو خلکو غږ کړی په محفوظو ځایونو کې دې اوسېږي.

د چارواکو په وینا دغه هوټل ته وسله وال په یو داسې ګاډي کې ورننوتي چې سفارتي نمبر پلیټ پری لږیدلې وو. یو امنېتي چارواکي وېلي وسله وال دا وختې د هوټل ریډیسن بلو هوټل په اووم اوتاق یا چهت باندې موجود دي. د هغه په وینا وسله والو دغلته درنې ډزې کړیدي.

په مالي کې دغه تازه برید په هیواد کې د اسلامي وسله والو لخوا خطر ښکاره کړی. د هیواد په شمالي او مرکزي برخو کې اسلامي تندروه ډلې موجودیت لري پداسې حال چې دغلته د ملګرو ملتونو امنیت ساتونکي عسکر هم موجود دي. په کال ۲۰۱۳م کې د فرانس په مشرۍ کې پوځي عملیاتو کې د هیواد شمالي برخې د اسلامي وسله والو نه پاکې کړی شوی هم وی. روان کال د مارچ په میاشت کې هم په یو هوټل برید کې پینځه کسان وژل شوي وو. دغه هوټل هم په خارجي میلمنو کې ډیر مهشور وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG