لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:دغېرت په نوم سړی وژل شوی،ښځه سخته ژوبل شوې ده


پولیس وایي دفقیر سره په دې ډزو کې دشیرعلي په نوم یو بل تن هم ملګری اؤ دهغوئ په ډزو کې جان زاده مړ شوی اؤ میرمنه رخسانه سخته ژوبله شوې ده چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوې ده
پولیس وایي دفقیر سره په دې ډزو کې دشیرعلي په نوم یو بل تن هم ملګری اؤ دهغوئ په ډزو کې جان زاده مړ شوی اؤ میرمنه رخسانه سخته ژوبله شوې ده چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوې ده

دسوات په سیدو شریف سیمه کې یو تن دغیرت په نوم پخپله میرمنه اؤ یو بل تن ډزې کړي چې پکې دجان زاده په نوم یو تن وژل شوی اؤ میرمنه یې سخته ژوبل شوې ده.

دا دسېدو پولیس تاڼې محرر وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دنهې په ورځ دسیدو شریف په اخون بابا سیمه کې رامنځته شوې ده اؤ وایي پېښه کې ککړ دوه تنان پولیسو نیولي دي.

دغه پولیس چارواکی وایي دسیمې یو اوسیدونکي فقیر پخپله میرمنه خسانه اؤ په یو بل تن جان زاده په دې شک ډزې کړې دي چې ګنې هغوئ خپلو کې ناجایزه اړیکې لري.

پولیس وایي دفقیر سره په دې ډزو کې دشیرعلي په نوم یو بل تن هم ملګری اؤ دهغوئ په ډزو کې جان زاده مړ شوی اؤ میرمنه رخسانه سخته ژوبله شوې ده چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوې ده.

پولیس وایي تر پېښې وروسته پولیس چټک کارروایي کړې اؤ په پېښه کې ککړ دواړه کسان فقیر اؤ شیرعلي یې نیولي اؤ دهغوئ پرضد دمقدمې درج کولو تیارۍ روانې دي.

پولیس وایي دابتدایي معلوماتو نه ورته دا خبره په ډاګه شوې ده چې دا پېښه دناموس په نوم شوې اؤ دپلټنو نه به ډیر زر نور معلومات هم مخې ته راشي.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تر دې وړاندې په ۱۸م اګست هم د پېښور داودزو سیمه کې یو تن دغیرت په نوم دخپلو دوؤ خویندو په ګډون درې میرمنې وژلې وې .

رپورټونه ښایي چې پاکستان کې دغیرت په نوم د وژنو ترڅنګ دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي لړۍ هم چټک شوې ده اؤ ګڼ شمیر میرمنې د ذهني اؤ بدني تشدد سره هم مخ شوې دي.

په پاکستان کې يو غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال دجولایي په مياشت کې په هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي او د 85 څخه زياتې ښځې د جنسي زياتي او تشدد ښکار کړی شوي دي.

رپورټ کې ويلي شوي چې د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي، 82 ماشومان تښتول شوي او دې مهال نزدې 22 ماشومان وژل شوي هم دي.

راپورټ کې ویل شوي د جولایي مياشت کې په ښځو د جسماني حملو لږ تر لږه 133 پېښې رپورټ شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې په ټول هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي هم دي چې په کې په پنجاب کې 93، سند او اسلام اباد کې په ترتيب وار ډول 20 او 15 ښځې تښتول شوي دي. بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د تښتولو دوه او درې پېښې رپورټ شوي دي.

د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG