لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: چې څوک د ریاست غلامي نه مني ریاست يې ژوند ته نه پریږدي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د سند ایالت داخله محکمې لخوا د ۹۰ ورځو لګیدلي بندیز د امر وروسته په یوه لنډه مرکه کې وي او ای ډیوه ته ویلي، څوک چې د پاکستان ریاست غلامي نه مني ریاست يې ژوند ته نه پریږدي.

٫٫ کراچۍ ښار ته د خپل اولس لیدو له راغلی یم، ما د آېین او انسانیت خبره کړې نو ځکه ریاست راته ستونزې جوړوي.٬٬

منظور پشتین یو وارې بیا دا خبره تکرار کړې چې په زور او زبردستې ریاستونه او هیوادونه نه چلیږي او د پاکستان ریاست په اېين نه دی ولاړ، که چرې دلته دستور او آېين وی نو داسې خبرې به کله هم نه کیدلی.

د پي ټي اېم مشر زیاته کړې ما په کراچۍ د خپل اولس سره د لیدو کتو خپل حدف پوره کړی او ډیر زر به د کراچۍ نه بیرته ستنیږم. خو زیاتوي ٫٫ نه یم خبر د سند په ایالتي حکومت زما د بیرته تګ دومره تادي ولې ده.٬٬

منظور پشتین دغه خبرې د کراچۍ ښار نه د وي او ای ډیوه سره په لنډو کې خبرو کې کړي. تاسو يې لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

په عیني حال کې د پاکستان پیپلز پارټۍ پخواني سېنټر او د پخواني صدر آصف علي زردارې ویاند فرحت الله بابر وي او ای ډیوه ته ویلي د سند صوبې اعلا وزیر د داخله محکمې لخوا جاري شوي امر نه بې خبره دی. نوموړي زیاته کړې دغه امر د سند ایالت د پولیسو د مشر په خواست خپور شوی او د پاکستان پیپلز پارټۍ صوبايي حکومت د دغې نه بې خبره وو.

نوموړي زیاته کړې د پاکستان پیپلز پارټۍ چېرمین بلاول بهټو زرداري د مداخلت وروسته دغه امر منسوخ کړی شوی.

د فرحت الله بابر تفصیلي مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00

د خالي یا شنبې په ورځ د سندهـ صوبې داخله محکمې پوليسو ته امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتين باندې د صوبې هرې ضلعې ته په ورتګ د ۹۰ ورځو دپاره بندېز ولګوي.

په یاده حکمنامه کې د جمعې د ورځې ۷م دسمبر نېټه ليک ده چې پوليس ته جاري کړی شوې ده.

په حکمنامه کې ويل شوي چې منظور پشتين د څلورو، پينځه ؤ ورځو راهسې په کراچۍ کې دی او د ملير ضلعې په علاقه کې غونډو ته په وېنا کې خلک راپاروي او د ریاست او قانون پلي کوونکو ادارو پرضد د کرکې ډکې وېناوې کوي.

د کراچۍ د پوليس مشر (اډيشنل ايي جي) امير شېخ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "زه بهر يم او تاسو په دغه اړوند د ملير ضلعې د پوليس مشر نه مالومات وکړئ".

د پاکستان په سندهـ صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی، او د ياد ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د روان کال اپرېل په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسې په اړوند په يو ټويټ کې ويلي ؤ.

"پښتون ژغورنې غورځنګ يوه بله لويه غونډه کړې، دا ضروري نه ده چې تاسو د هغوي د هرې خبرې سره متفق شئ خو پکار ده چې هغوي واورېدل شي. او که چرته په مرکزي کچه د پاکستان د ځوان کُول دا غږ وانه ورېدل شو نو دا به داسې وي چې دوي په زوره د ځان نه لرې کول کيږي".

هم د اپرېل په مياشت کې د پي ټي اېم د لاهور د جلسې په مهال چې کله د پي ټي اېم ځينې مشران نيول شوي په هغه وخت هم بلاول بټو زرداري د دغو کسانو نيول غندلي وو او ویلي يې ؤ د پاکستان هر او پي ټي اېم ته د پرامنه احتجاج حق حاصل دی.

په منظور پشتين سندهـ صوبې ته په ورتګ بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په ورځ په مرموزو ټکو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی ؤ.

پوځي وياند ویلي چې ریاست له پښتون تحفظ موومنټ سره ډېره همکاري وکړه خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د پوځي ویاند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې د هغوي پينځه غوښتنې وې او يوه پکې نه ده منل شوې.

د پي ټي اېم پرضد د ممکنه عملياتو خبرې ته په غبرګون کې پشتين ویلي ؤ، پوځ پخوا هم د پښتنو په ضد عملیات کړي او "اوس دې بیا دا عادت او شوق پوره کړي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG