لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: پښتانه اوس هم د ریاستي دهشتګردۍ سره مخ دي


د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور پشتین وايي، د پښتنو په وړاندې ریاستي دهشتګردي اوس هم دوام لري او که اړتیا ولیدل شي نو دوی به په روژه کې د شپې لخوا احتجاجونه او پرلتونه وکړي.

ښاغلي پشتین په خپلو فیسبوک لایف خبرو کې د جمعې ماښام ناوخته وویل: ٫٫ په لاهور کې د پولیسو ترمخه د پښتنو په وړاندې تاوتریخوالی ترسره شوی او بیا دغه پښتانه د اف آی آر درج کولو ته هم نه دي پرېښودل شوي. مونږ دا عمل په کله غندوو او که له اړوندو کسانو سره قانوني چلند ونشي نو مونږ به په روژه کې هم خپل غږ پورته کړو.٬٬

منظور پشتین په خپلو خبرو کې وویل، په لاهور کې د یوه پنجابي مولا په غږ سره د سیمې پنجابیانو مزدوکاره پښتانه سخت وهلي او ډبولي دي او د پښتنو دوکانونه او مارکیټونه یې د تېرې ورځې راهیسې تړلي دي.

ده وویل، د پنجابیانو د تاوتریخوالي په دغه پېښه کې لږ تر لږه شپږ پښتانه ژوبل شویدي چې د ضیاالرحمن، یاسین او د مسافر په نامه د پښتنو ټپونه ژور او سخت دي.

ښاغلي پشتین وړاندې وویل، په پاکستان کې ریاستي دهشتګردي اوس هم یواځې او یواځې د پښتنو پرضد روانه ده: ٫٫ په وزیرستان کې اوس هم هدفي وژنې یا ټارګېټ کیلینګ کیږي او په کراچۍ کې هم د پښتنو مارکیټونه تړل شویدي.٬٬

منظور پشتین د کراچۍ رنجر پولیسو ته د موبایل ټیلیفونونو د غلو نوم ورکړ او وې ویل چې دا هغه خلک دي چې یواځې د پي ټي ام د کراچۍ د غونډې پرمهال یې د پښتون ژغورنې د پلویانو تر ۵۰۰ موبایل ټیلیفونونه او نور قیمتي توکي غلا کړیدي.

منظور پشتین د خپلو خبرو په دوام وویل، چې پښتانه ټول یو تن او وجود دي او که هر ځای کې پرې تاوتریخوالی ترسره کیږي نو درد یې ټولو ته رسېږي.

د منظور پشتین دغه نوې فیسبوکي ویډیوي خبرې وروسته له هاغې وشوې چې په لاهور کې د یو پښتون او پنجابي تر منځ د لفظي شخړې څخه وروسته د سیمې پنجابیانو په ګڼ شمېر پښتانه سخت ووهل، تر شلو زیاتې ریړې یې ورته ماتې کړې او بیا د سیمې د جومات امام د پښتنو پرضد نور کسان راوپارول.

د منظور پشتین دې وینا او د پنجاب او کراچۍ په پولیسو لګول شویو تورونو ته تر اوسه نه د پنجاب پولیسو او نه هم د کراچۍ رینجرو کوم ځواب ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG