لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 23م مارچ د لیاقت باغ په جلسه کې د حملې هدف پښتون مشر ولي خان ولې وو؟


په 1973 کې د مارچ په 23 مه نیټه د پېنډۍ په لیاقت باغ کې د سیاسي گوندونو متحده جمهوري محاذ په اولسي جلسه نیم پوځي حکومتي ځواک فیډرل سیکورټي فورس ناتاره ډزې وکړې او تر دولسو پورې کسان پکې ووژل شول او سلگونو نور ژوبل شول.

سیاسي مشران واي دا ځواک د هغه وخت منتخب وزیراعظم زوالفقار علي بټو د خپلو سیاسي مخالفينو د چقولو د پاره په ځانگړي توگه تیار کړی وو.

د پېنډۍ په دغه جلسه کې د پښتونخوا د صوابۍ نه وتلی قانون دان او سیاست دان سليم خان هم موجود وو چې دغه وخت په کالجونو کې د پښتنو زلمیو د سیاسي تنظيم پښتون سټوډنټ فیډریشن دخپل کالج گورنمننټ کالج صوابۍ صدر وو.

سليم خان وايي په جلسه د حملې اصلي هدف د سیاسي مشرانو وژنه وه:

"هغوي ولي خان وژل غوښتل"

ولي خان په دغو ورځو کې دنیشنل عوامي پارټۍ او په پارلیمان کې د حکومت مخالفو څوکو مشر یا اپوریشن لیډر وو. د سليم خان تر مخه بټو غصه وو چې ولي خان د هغه خلاف تحریک ولې روان کړی دی.

د ولي خان په بټو نیوکه دا وه چې ووټ یې د "روټي کپړا مکان" په نعره او د غریب په نامه واخستلو خو په گورنریو او وزارتونو یې جاگیرداران او نوابان کینول. سليم خان وايي دا خبره به په بټو ډیره بده لگیدله.

د صوابۍ د یار حسین عظيم الله کاکا چې د ډزو په وخت د ولي خان مخې ته ډال شو د تصویر په منځ کې لیدل کیږي، ښي لاس ته یې سليم خان او گس لاس ته یې دصوابۍ د ډاگۍ کلي د خداي خدمت گار نوبت خان کاکا زوی وصال ولاړ دی
د صوابۍ د یار حسین عظيم الله کاکا چې د ډزو په وخت د ولي خان مخې ته ډال شو د تصویر په منځ کې لیدل کیږي، ښي لاس ته یې سليم خان او گس لاس ته یې دصوابۍ د ډاگۍ کلي د خداي خدمت گار نوبت خان کاکا زوی وصال ولاړ دی

د سليم خان ترمخه چې ډزې شوې نو ولي خان په سټیج وینا کوله، د صوابۍ د یارحسین کلي خدايي خدمت گار عظيم الله کاکا د ولي خان مخې ته لکه د ډال ودرېدلو او په سینه درې ډزې ولگیدلو سخت ژوبل شو خو سليم خان وايي عظيم الله کاکا ددغه ناتاره حملې نه ژوندې ووتلو.

د سلیم خان تر مخه ددغې اولسي جلسې د ختمولو د پاره وړومبی په میدان کې ماران پرېښودل شول، بیا ورپسې د پنجاب په جیلونو کې قید بدمعاشان بووستل شول او چې خبره جوړه نه شوه نو نیغې ډزې ورباندې وشوې.

سليم خان وايي په جلسې د حملې ورستو خلق تیتر بیتر شول او ځيني خلق درې ورځې پس خپلو کورونو ته ورسیدل ځکه چې بدمعاشانو ورله بسونه هم سوزولي وو.

سليم خان دا خبرې د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خیبر کې کړي دي چې کوربه یې رحمان بونیری دی، نور تفصیل یې په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:27:07 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG