د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په رستم سيمه کې د غېرت په نوم وژنې پېښه کې يوه ښځه، يو کلن تنکی ماشوم او د وژل شوې ښځې خُسر يا سخر وژل شوي دي.
د مردان د رستم تاڼې يو پوليس چارواکي منصور خان وي او اې ډیوه ته وويل، دا پېښه تېره شپه د رستم تاڼې په حدودو کې په تاجه بانډه علاقه کې شوې ده.
هغه وويل، د شپې ناوخته دوه کسان په يو کور ورغلي، نزدې 30 ښځه، يو کلن ماشوم او 56 کلن سړی چې د وژل شوې جينۍ، ښځې خسر يا سخر دی، په ډزو یې درې سره وژلي دي.
د پوليس اهلکار په وينا، د پېښې مقدمه د وژل شوي تن د ښځې په مدعيت کې درج شوې او په دوه کسانو د وژلو دعوه شوې ده.
د پېښې د مقدمې ترمخه، د وژل شوې 30 کلنې مخکيني خاوند، چې ښځې ترې طلاق اخستي وو، هغه او ورسره بل تن په دوی ډزې کړي دي.
مقدمه کې زياته کړل شوې، دا درې سره کسان د غيرت په نوم پېښه کې وژل شوي دي.
پوليس اهلکار وويل، په چا چې د ډزو او وژنو تور دی، هغوی تښتېدلي، لټون یې کولی شي او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (ایچ آر سي پي) له مخې، په تېر 2024م کال کې له جنورۍ تر نومبره 392 ښځې د "غيرت" په نوم وژل شوې وې.
تر دې وړاندې د بشري حقونو د غیر دولتي سازمانونو په بیلابیلو رپورټونو کې ویل شوي وو، پاکستان کې په 2023 کال کې لږ تر لږه 470 کسان د غیرت په نوم وژل شوي وو چې زیاتره پکې ښځې وې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)هم په خپل يو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال نزدې 1000 ښځې د غيرت په نوم وژل کېږي.
Forum