لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اعظم خان په قربانۍ د هغه عزیزان فخر کوي


د مردان د حملې ځای
د مردان د حملې ځای

د خیبر پښتونخوا پولیس کارکونکې اعظم خان هم د جمعې په ورځ په مردان کې په ځانمرگي حمله کې ژوند دلاسه ورکړی دی خو د هغه عزیزان وايي د اعظم خان په قربانۍ فخر کوي.

د ۴٥ کلن اعظم خان د تره ځوی وايي د لاسې بم په چاودنه کې د زخمي کیدو باوجود هم اعظم خان د ځانمرگي حمله کونکې مخه ونیوله او دا رنگ حمله کونکی عدالت ته په ننوتلو کې کامیاب نشو او دا رنگ لوې جانې او مالي نقصان يي بچ کړو.

په مردان ښار کې د جمعې په ورځ ځانمرگي حمله کې ١٣ کسان ووژل شو چې پکې درې د پولیس کارکونکې هم شامل دي.

سوېلي ایشیا کې په ترهگربریدونو کې وژل شوي کسانو شمیره کونکې یوې ویب پاڼې ويلي په تیرو پنځو کالو کې د پاکستان په قباېلي سېمو، پښتونخوا، او بلوچستان ایالت کې شپږ نیم زره کسان وژلې شوي. دغه رپورټ کې وویل شوي په دغه موده کې د هیواد په پنجاب ایالت کې بیا په ترهګرۍ کې د وژل شوو کسانو شمیره یواځې پېنځه سوه ده.

د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین د اعظم خان کور ته ورغلی او د هغه خپلو خپلوانو سره يي خبرې اترې کړې دي. د ریاض رپورټ دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG