لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مروتو قامي جرګې ویلي په لکي مروت کې پوځي عملیات نه مني


‎په لکي مروت کې د زرګونو خلکو سترې ولسي غونډې ته وینا کوونکو وویل چې په دې وروستیو کې په ضلعه کې د ترهګرۍ په پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي، ژوند پکې په ټپه ودریدلی او ځایي خلک یې د خپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي.

دوي وایي نه د پاکستان مېډیا، نه عدلیې او نه پارلمان د دې ناامنۍ خلاف اواز اوچت کړی دی.

د لکي مروت قامي جرګې د مشرانو په وینا پوځ جنګ ته ماحول جوړ کړی دی او اپرېشن ته یې تیارۍ روانې کړې دي. هغوي وایي ماشومان، استادان او هر څوک هره ورځ په یاده ضلعه کې وژل کېږي او مخنیوي ته یې پام نه کیږي .

د مروت قامي جرګې مشرانو ويلي مروت قام دې ډاډه وسي چې چاته به پخپله خاوره د پردۍ جګړې اجازه ور نه کړي او که د جنګونو نوې منصوبې دغلته راوړل کیږي دوی به یې پرضد ودیږي.

د مروت قامي جرګې په تابیا د زیارت- پنجشنبې په ورځ ټاون سیمه کې د نا امنۍ پرضد یوه ستره ولسي غونډه راجوړ کړل شوې وه چې د زرګونو په شمیر سیاسي اؤ‌غیر سیاسي فعالینو پکې برخه درلوده.

د غونډې د پاره میدان کې لویه خیمه لګول شوې وه خو د خیمې نه بهرهم په زرګونو کسانو سپین بیرغونه په لاسو کې پورته کړي وو اؤ د پښتو قامي انقلابي ترانو سره یې د امن د پاره او د پاکستان امنیتي ادارو د ناامنۍ د تګلاره په ضد شعارونه ورکول.

دوی وویل په داسې حال چې علاقه کې د امنیت د پاره تر 50زرو زیات پوځ مېشت دی خو بیا هم نه ځایي ولس او نه د دوی په ساتنه مامور پولیس خوندي دي.

د جرګې ګډونوال مشران.
د جرګې ګډونوال مشران.

د اپریل په شپږمه په لکي مروت ضلعه کې د پولیس یو لوړ رتبه افسر او د هغه دوه ساتونکي د وسله والو په یو برید کې وژل شوي وؤ.

یو احتجاج کونکي انور بیګوخېل ډيوه ته وویل علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده ،دوی پکې عادي ژوند نه کوي او سخت ستونزمن دي، کاروبارونه په ټپه ودریدلي او په کورونو د ننه خلک وژل کیږي خو حکومت دې لور ته پام نه کوي.

هغه وویل د جنګ په دې پالیسۍ واړه هم پوهه شوي او دا خاوره د بل چا د ګټو د پاره د جنګ میدان ته نه پریږدي .

احتجاج کوونکو وویل دغلته پوځ د وسله والو پرضد په لویه کچه دعملیاتو پریکړه کړې چې له امله به یې خلک بې کوره کیږي .

د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو لکي مروت کې په دې ورستیو کې وسله وال بریدونه زیات چټک شوي دي.

د مسلم لیګ خیال ګروپ مشر همایون سیف الله ویلي په لکي مروت کې د هیڅ داسې عملیاتو اجازه نه ورکړل کیږي چې پکې عام ولس ته زیان رسي .

هغه ویلي د ناامنۍ د مخنیوي له امله د خلکو او پوځ ترمینځ خلا جوړه شوې ده.

غونډې ته خپله وینا کې نوموړی وایي د خلکو د رایې نه منل کېدو په نتیجه کې مخکې هم پاکستان مات شوی اؤ بنګله دیش په وجود کې راغلی ؤ.

د لکي مروت یو قامي مشر اختر منیر ویلي عملیاتو ته اړتیا نه لیدل کیږي ځکه چې دې کې یوازې ځایې ولس ځپل کیږي.

هغه ویلي لکي مروت یوه وروستو پاتې ضلعه ده باید دغلته د امنیت د ټینګښت سره د علاقې د ترقۍ د پاره ګامونه واخستل شي.

د هغه په وینا د لکي مروت په لکونو جریبه ځمکه اوبه نه لري نهري نظام ورته باید راوستل شي او په لکي مروت کې ګیس او تیل پیدا کیږي په هغه دې د ځایی خلکو حق ومنل شي.

د عوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر بیګو خېل غونډې ته وینا کې وویل د یوې منصوبې سره د غلته ناامني راوستل شوې خو دوی چاته سیمه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي .

هغه وویل په سکولو او کالحونو کې فوځ مېشت دی چې له امله یې ماشومان بې تعلیمه کیږي او ناامنۍ ته مخه کوي .

د هغه په وینا د عملیاتو پرځایی دې د دوی ماشومانو ته دا سکولونو اؤ‌کالجونه خالي کړل شي چې ماشومان زدکړې ترلاسه کړې بیا به یې څوک نه بې لارې کوي.

د لکي مروت پخوانې ضلعې ناظم اشفاق خان مېداد خېل وویل خلکو د خپل تحفظ د پاره په خپله کمیټۍ جوړې کړي او د شپې پرمهال ګشتونه کوي .

هغه وویل د امنیت ټینګښت د ریاست او ریاستي ادارو زمه داري ده او که پوځ دوی ته امنیت نه شي ورکولی بیا دې دا ضلعه پریږي .

د لکي مروت د پولیسو مشر تیمور ویلي د علاقې حالت په قابو کې دی د امنیت د ټېنګښت د پاره پولیسو پلان جوړ کړی اؤ د خلکو د ساتنې د پاره د شپې ګشتونه کوي .

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي پولیس د ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم د ترهګرو سره مقابله کوي او د عسکرو په قربانۍ یې امنیتي ټینګ کړی دی او چاته د وراني اجازه نه ورکوي.

د لکي مروت قامي جرګې غوښتنه کړې چې په ضلعه کې دې د امنیت د ټینګښت د پاره نور پولیس وګمارل شي اؤ زیاته کړې یې ده چې د عملیاتو څخه د ډډې کولو ترڅنګ باید د پوځ لخوا د چاپو او عملیاتو پرمهال نیول شوي بې ګناه کسان خوشې کړل شي

د جمعیت علماء اسلام یو ځايي مشر سمیع الله مجاهد ویلي مروت ترهګر نه په دوی ترترهګري تپل شوې ده.

تر دې وړاندې د علاقې نه د قامي پارلیمان منتخب استازې شیر افضل مروت د علاقې په ناامنۍ اندیښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان یو شخصي ټي وي چېنل سره د مرکې پرمهال یې ویلي وؤ پنجاب کې ناامني نشته خو ورسره په پوله د لکي مروت په درابین سیمه کې حکومتي واک ختم شوی.

هغه ویلي حکومت د وسله والو مقابله نه شي کولۍ او له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې نه څه تر لاسه شوي نه دي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.

هغه غوښتنه کړې وه چې باید وسله والو سره خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اؤ ځېنې نور قام پرست سیاسي مشران وخت په وخت خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د روانې لړۍ پړه دپاکستان په پوځ اچوي خو پوځ بیا وخت په وخت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې یې په زرګونو ځوانانو اؤ افسرانو دخپلو سرونو درنې قربانۍ ورکړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG