د امریکې سر ښار واشنګټن ډي سي ته نیژدې د مېریلېنډ ریاست د بالټیمور ښار په بندر کې یوه بارړونکۍ کښتۍ له یو ستر پله سره لګېدلې چې له کبله یې شاوخوا 20 تنه او یو شمېر موټر سیند ته لوېدلي دي.
دا پول د مېریلېنډ د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د یو شاعر «فرانسیس سکاټ کي» په نوم نومول شوی وو، هغه د امریکې یوه ملي ترانه هم لیکلې وه.
پر ټولنیزو رسنیو او یوټیوب په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې کله دغه کښتۍ د "فرانسیس سکاټ کي" په نوم پله یوې ستنې یا پیلر ته ور نیژدې کیږي، پول په بشپړه توګه ونړیږي.
دا پېښه د امریکې په وخت شپې تقریباً یوه نیمه بجه شوې او پر پله باندې د موټرونو له بتیو ښکاري چې د نړېدو پر وخت پاس د دغه پله پر سړک باندې موټر روان وو.
د مېریلېنډ ګورنر ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته په مېریلېنډ کې بیړنی حالت اعلان کړی او وایي د خپل ریاست او فیډرل له ټولو امنیتي او د ژغورنې له ادارو سره په ګډه کار کوي چې د زیان مخه ونیسي.
د بالټیمور د اور وژنې د ادارې مشر کېوین کارټرایټ رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، "له بده مرغه موږ خبر یو چې لږ تر لږه 20 کسان او ګڼ شمېر موټر وخت د پټاپسکو په سیند کې دي."
ښاغلي کارټرایټ وویل د ژغورنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او په صفر درجه سړو اوبو کې په ژوندي پاته کسانو پسې لټون کوي. وایي کېدای شي د دې پېښې عملیات کېدای شي څو ورځې وخت واخلي.
چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې په پېښه کې څومره کسان مړه یا ژوبل دي.
د پټاپسکو پر سیند باندې دغه 2.6 کیلومیټره اوږد پول په 1977م کال کې پرانیستل شوی وو او د یوې اندازې له مخې هر کال ورباندې لږ تر لږه 11 میلینه موټر تېرېدل.
دا پول واشنګټن ډي سي ته څېرمه د بالټیمور د صنعتي ښار د سړکونو د شبکې مهمه برخه ګڼل کیږي.
Forum