لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوابۍ جرگه: د مشال خان د وژنې مقدمه دې پوځي عدالت وکړي


د مشال خان څلویښتي به په ٢١ مۍ سحر لس بجې په زیده کلی کښې د لويې جرګې له اړخه په لویې کچ لمانځل کیږی
د مشال خان څلویښتي به په ٢١ مۍ سحر لس بجې په زیده کلی کښې د لويې جرګې له اړخه په لویې کچ لمانځل کیږی

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کښې د سیاسي، مذهبي او مدني ډلو جرگې غوښتنه کړې چې د مشال خان په وژنه کښې د ککړو کسانو مقدمه دې په پوځي عدالت کښې وچلول شي.

د جرگې برخه والو داهم غوښتي چې په پیښه کې د عبدالولي خان پوهنتون او مردان ځايي پولیس اړونده چارواکي دې هم په پلټنو کښې شامل کړی شي.

د مشال خان پلار اقبال لالا په کوربه توب جرگه کښې د جماعت اسلامي صوابۍ مشر محمود الحسن، د خیبر پښتونخوا د غټو مدرسو پنج پیر او د شاه منصور استاذانو ترڅنگ د عوامي نیشنل گوند، پاکستان پیپلز گوند، تحریک انصاف، قامي وطن پارټۍ او د نورو مدني او ځايي ډلو مشرانو گډون وکړو. د مولانا فضل الرحمان د ډلې جمعیت علما اسلام ځايي استاذانو په دغه جرگه کښې گډون و نه کړو.

جرگې تیره ورځ د مردان په جلوس کښې په مشال خان د توهین رسالت د تور لګولو غندنه وکړه
جرگې تیره ورځ د مردان په جلوس کښې په مشال خان د توهین رسالت د تور لګولو غندنه وکړه

جرگې تیره ورځ د مردان په جلوس کښې په مشال خان د مذهب د سپکاوي د تور لګولو غندنه وکړه

په غونډه کښې دا هم غوښتنه وشوه چې د مشال خان قاتلانو د ریاست واک اختیار چیلنج کړې دی نو باید چې په مقدمه کښې دغه جرم هم شامل شي.

د پوهنتون ټول امنيتي عسکر او د متعلقه تهاڼې ټول پولیس او ډي ایس پي دې د نوکرۍ نه لرې کړې شي د چا د غفلت په وجه چې دغه پیښه رامنځته شوې ده.

عبدالولي خان پوهنتون کښې د صحافت څانگې او صوابۍ پوهنتون دې د مشال خان په نوم کړی شي.

د مشال پلار اقبال لالا په دومره لوئ غم کښې د قام د بچو د پاره اواز پورته کړی دی نو امن ایوارډ دې ورته ورکړې شي.

په جرگه کښې د مشال خان لپاره د "شهید" کلمه وکارول شوه او برخه والو وویل هغه بډو د رشوتونو خلاف او د غریبانانو محصیلینو د پاره په اواز اوچتدیدو په سر شهید کړې شوی دی نو مرکزي حکومت دې د هغه کورنۍ سره د شهید په حیث مالي مرسته وکړي او هغه ته دې تمغه جرات ورکړي.

جرگې تیره ورځ د مردان په جلوس کښې په مشال خان د مذهب د سپکوي د تور لګولو غندنه اوکړه.

د جماعت اسلامی صوابۍ ضلعې امیر محمودالحسن حکومت ته خبردارې ورکړو چې که د مشال خان په مقدمه کې انصاف ونه شو نو د حکومت خلاف به احتجاجونه شورو کړي-

نوموړي زیاته کړه چې د مذهب د سپکاوي په نوم هیچاته حق نیشته چې قانون په لاس کښې واخلي. نوموړي غوښتنه اوکړه چې د مشال قاتلانو د پیغمبر او اسلام په نوم ترهګری کړې ده او پخپله یی د مذهب سپکاوی کړی دی -

د شاه منصور مدرسې په نمائندګۍ پروفیسر اظهار الحق په خپله وینا کښې اوويې چې د مردان په بده پیښه چې چا د خپلو مفادونو د پاره اسلام په ټوله دنیا کښې رسوا کړو باید چې هاغه خلقو ته پانسی ورکړې شي ګنی سبا له به په پوهنتون کښې سبق ویونکي زما درې بچي هم چا زما د کوم مخالفت په ترڅ کښې د مذهب د سپکاوي په تور کې وژلې وي.

د پیپلز پارټې ګوهر انقلابی, د مسلم لیګ نون جهانزیب خان, د پښتونخوا ملي عوامی پارټۍ اکرام کاکا, د قومي وطن پارټۍ سلیم خان ایډوکیټ, د اولسي تحریک ډاکټر مشتاق خان, د پي ټی آئي عاقب الله ایم این ای او انجينیر عثمان خان ایم این اي. د عوامي نیشنل پارټۍ بشرا ګوهر او ضلعی ناظم امیر رحمان نه علاوه د وکیلانو د فورم صوابۍ ضلعې صدر او خبیالې لائبه یوسفزی هم په خپلو وینا ګانو کښې د مشال خان د قتل غندنه اوکړه.

د جرګې په پايې کښې یو کمیټي جوړه شوه چې د ټولو سیاسی پارټو لیډرانو سره به لیدۀ کاته کوي، د مشال خان د پاره به د انصاف اخستلو ټولې هلې ځلې په وړاندی بیائي او د اینده تگلاره به ټاکي.
دا هم فیصله وشوه چې د مشال خان څلویښتمه به په ٢١ مۍ سحر لس بجې په زیده کلی کښې د لويې جرګې له اړخه په لویې کچ لمانځل کیږي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG