لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسودغورځنګ: زموږ احتجاج د پښتنو د بېګناه وژنو مخنیوي پورې دی


د سپریم کورټ ستر قاضي د شنبې- هفتې په ورځ امر وکړ، چې د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس مشر راو انوار دي په ۳ ورځو کې ونیول شي. د سیند پولیس چارواکو په کراچۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې په هغه پسې پلټنه پیل کړې ده، خو لا یې په نیولي بریالي شوي نه دي
د سپریم کورټ ستر قاضي د شنبې- هفتې په ورځ امر وکړ، چې د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس مشر راو انوار دي په ۳ ورځو کې ونیول شي. د سیند پولیس چارواکو په کراچۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې په هغه پسې پلټنه پیل کړې ده، خو لا یې په نیولي بریالي شوي نه دي

د جنوبي وزیرستان ځوانانو درې ورځې وړاندې له ډېره اسماعیل خان ښار څخه یو اوږد لاریون پیل کړی چې مقصد یې د نقیب مسود کورنۍ ته د انصاف او د هغه په وژنه کې تورنو کسانو ته د سزا غوښتنه کوي.

دغه لاریون په درو ورځو کې له بنو، لکي مروت، کرک او کوهاټ څخه را تېر شوی او د یکشنبې - اتوار - په ورځ پېښور ته رسېدلی دی.

لاریون د (مسود تحفظ غورځنګ) په نامه یوه سازمان پیل کړی چې د وزیرستان او خیبرپښتونخوا ځوانان پکې شامل دي.

په لاریون کې شامل د غورځنګ غړی منظور مسود پر خلکو غږ کړی چې د غیرعدالتي وژنو د مخنیوي او له ناوړه حالاتو د خلاصون لپاره دې تر اسلام اباده ورسره ملګري شي.

منظور وایي پښتانه په لومړي ځل پر دوی د ظلم په بدل کې را پورته شوي دي او دا احتجاجي پاڅون باید دوام ولري: "تاسو ګیله کوله چې څوک ریاست ته زموږ غږ و رسوي او زموږ د بېګناه قتلِ عام په ضد را پاڅي، هغوی نن را پاڅېدلي دي، خو له ټولو پښتنو غواړي چې په دې لاریون کې برخه واخلي، له ډېره وخته وروسته پښتانه یو ځای کېږي".

د بېلابېلو ګوندونو د غړو تر څنګ د وزیرستان عامو خلکو هم د دې لاریون ملاتړ کړی او ځینې ورسره تر اسلام اباده ملګرتيا کوي.

د جنوبي وزیرستان یو مذهبي مشر مولانا رشید مسود په دې لاریون کې شامل دی، هغه وایي دا احتجاج علامتي نه دی، بلکې دا به تر هغه وخته دوام ولري، چې تر څو د نقیب مسود مقدمه انجام ته نه وي رسېدلې: "زموږ د وینې، زموږ د قوم د مستقبل، زموږ د عزت او زموږ د اقتصاد ستونځه ده، موږ غواړو چې له دې وروسته مو هیڅوک هم- که ږیره او پګړۍ لري که نه- په غیرعدالتي توګه ونه وژل شي او نه به یې نور و زغمو".

ټاکل شوې چې دغه لاریون کوونکي به د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې ځای پر ځای احتجاجي ناسته (رېنګه) وکړي. دوی وایي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې احتجاج به پای ته ونه رسوي.

د لاریون کوونکو څلور غوښتنې دا دي:

- د وژل شوي نقیب الله مسود کورنۍ ته دي انصاف ورکړل شي

- په بېلابېلو جګړو کې بې درکه شوي کسان دي عدالت ته وړاندې شي

- د ترهګرۍ په نامه د بېګناه کسانو بې رحمه وژنه دي تم شي

- له عملیاتو وروسته په سیمه کې ښخ شوي ماینونه دي پاک شي، چې دا د خلکو ژوند ته تر ټولو لوی خطر دی.

- د ترهګرۍ په نامه د پیل شوي مشکوک جنګ مخه دي ونیول شي، چې پښتانه یې له مالي او ځاني پلوه زیات اغېزمن کړي دي.

- د ترهګرۍ د مخنیوي په نامه جوړ شوي پوځي چیک پوسټونه دي ختم شي.

د مشال خان او نقیب مسود تر وژنو وروسته په پاکستان کې مېشت پښتانه د دې هېواد په لویو او وړو ښارونو کې سړکونو ته را ووتل او احتجاجونه یې پیل کړل. دوی وایي نور د خپلو خلکو پر بېګناه وژنو پټه خوله نه شي پاتېدای.

سیاسي څېړونکی پروفیسر ګلمرجان وزیر وایي، د پاکستان واکمن باید د پښتنو احتجاج کوونکو خبرو ته غوږ ونیسي، ځکه چې دوی نور پر خپلو خلکو ظلمونه نه شي زغملای: "قام څلوېښت کاله جنازې او مړي سمبال کړل، د یو قام تقدیر ټول عمر په جنګ نه وي، نور د پښتنو د صبر پیمانه ډکه شوې ده، واکداران باید د پښتنو خبرې واوري او غوښتنې یې ومني"

د پاکستان په ستر عدالت کې د شنبې- هفتې په ورځ د نقیب مسود د مقدمې اورېدنه وشوه. د اورېدنې په مهال پلټونکې کمېټۍ عدالت ته خپل تفصیلي رپوټ وړاندې کړ، چې نقیب مسود یې بېګناه ګڼلی او ویلي یې وو چې هغه د پولیسو په جعلي او درواغجنه مقابله کې وژل شوی دی.

د ستر عدالت قاضي ثاقب نثار د پلټونکې کمېټۍ مشر سلطان خواجه ته مخ کړ او ورته ویې ویل چې ستا د رپوټ له مخې نقیب مسود په غیرعدالتي توګه وژل شوی دی، نو زه اوس د هغه په وژن تورن کس غواړم.

د سپریم کورټ ستر قاضي د شنبې- هفتې په ورځ امر وکړ، چې د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس مشر راو انوار دي په ۳ ورځو کې ونیول شي. د سیند پولیس چارواکو په کراچۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې په هغه پسې پلټنه پیل کړې ده، خو لا یې په نیولي بریالي شوي نه دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG