لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عرب لیگ خارجه وزیرانو یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقلۍ غندنه وکړه


د عرب لیگ د خارجه وزیرانو د غونډې صدارت د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر کولو چې د ناستې ورسته یې خبریالانو ته وویل عرب سفارتکاران به وس خپله مقدمه ملگرو ملتونو ته وړي او کوښښ به کوي چې خپل قراردادونه په سیاسي توگه په عملي گامونو کې بدل کړي
د عرب لیگ د خارجه وزیرانو د غونډې صدارت د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر کولو چې د ناستې ورسته یې خبریالانو ته وویل عرب سفارتکاران به وس خپله مقدمه ملگرو ملتونو ته وړي او کوښښ به کوي چې خپل قراردادونه په سیاسي توگه په عملي گامونو کې بدل کړي

د عرب هېوادونو خارجه وزیرانو د امریکې د دې فېصلې سخته غندنه کړې ده چې په اسرائیل کې یې خپله سفارتخانه د تل ابیب نه یروشمل ته منتقل کړه.

په قاهره کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د عرب هېوادونو تنظیم عرب لیگ ځینې خارجه وزیرانو د امریکې دغه گام راپارونکی وټاکلو او د اسرائیل سره په سرحد د فلسطین په غزه تړانگه کې د اسرائیلي امینتي ځواکونو دلاسه د فلسطینیانو د وژل کیدو د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.

د عرب لیگ مشر احمد ابوالغیط د تنظیم د غړو هېوادونو د خارجه وزیرانو غونډې ته وویل چې امریکايي اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

احمد ابو الغیط وویل د امریکي گام د نړیوالو قوانینو سخت سرغړونه ده، چې نړیوالې ټولنې او عرب نړۍ رد کړی دی. هغه وویل د امریکې د فېصلې په نتیجه کې په سیمه کې تاوتریخوالی راپاریدلی دی.

ښاغلي ابوالغیط دا دعوه هم وکړه چې د امریکې فېصلې د هغه په وینا "اسرائیل ته د تشدد حوصله ورکړې ده." امریکايی مامورین په غزه کې د تشدد ذمه واري په حماس ډلې اچوي.

د فلسطیني انتظامي ادارې خارجه وزیر ریاض المالکي وویل د امریکې فېصله اسرائیل سره د امریکې حمایت په ډاگه کوي او د هغه په قول یروشلم ته د امریکې سفارتخانه منتقلول تاریخي غلطي ده.

ریاض المالکي وویل په غزه کې تشدد د هغه فلسطینیانو په بې درده توگه قتل عام وو چې په پرامنه ډول یې خپلو کلو ته د بېرته تگ حق غوښتلو. هغه وویل عرب سفارتکاران به په خپل ولس کې اعتبار دلاسه ورکړي که چېرې په دې لړ کې یې کوټلي اقدامات ونکړل.

کومو کلو ته چې د ښاغلي مالکي په وینا فلسطینیانو د بېرته تگ حق غوښتو دغه کلي وس د اسرائیل د سرحد دننه دي.

د اردن خارجه وزیر ایمن صدفي هم په اسرائیل او په امریکې سخت تنقید وکړو. د اردن په ابادۍ کې په لویه شمیره کې فلسطیني نژاد خلک میشته دي.

ښاغلي صدفي وویل نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د هغه په وینا د پرامنه مظاهره کونکو د قتل اخلاقي ذمه واري ومني. هغه وویل دغه قتلونه د منلو وړي نه دي. هغه ټینگار وکړو چې یروشلم مقبوضه علاقه ده او د ښار د تقدیر فیصله یوازې په ازادۍ کېدلی شي.

ښاغلي صدفي دعوه وکړه چې منځني ختیځ کې دا وخت حالات ډیر کړکیچن دي او تشدد د فلسطیني ولس د ناامیدۍ په وجه راپاریدلی دی.

د عرب لیگ د خارجه وزیرانو د غونډې صدارت د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر کولو چې د ناستې ورسته یې خبریالانو ته وویل عرب سفارتکاران به وس خپله مقدمه ملگرو ملتونو ته وړي او کوښښ به کوي چې خپل قراردادونه په سیاسي توگه په عملي گامونو کې بدل کړي.

د عرب لیگ مشر احمد ابو الغیط وویل چې عرب سفارتکاران به د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا او په جنیوا کې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو شورا ته رجوع کوي.

د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل کې امریکا رکنیت لري او امریکا هلته د اسرائیل د غندنې قرارادونه ویټو کوي یا رد کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG