په بلوچستان کې د اګست په لومړۍ نېټه د پاکستان پوځ يو هيلي کاپټر د غورځېدو او پکې د د لوړ پوړو پوځي افسرانو په ګډون شپږو واړو پوځیانو د مرګ وروسته په مطبوعاتو کې دا بحث پېل شو چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د ملک صدر عارف علوي غوښتل چې د افسرانو جنازې ته لاړ شي خو هغه منع کړی شوی وو.
په مطبوعاتي بحثونو کې وېل کېدل چې د پوځي هيلي کاپټر غورځېدو او مړه شوو افسرانو پسې د پاکستان تحريک انصاف لخوا په ټولنيزو رسنيو په مبینه توګه منفي پروپېګنډه کېده چې د مړه شوو پوځي افسرانو کورنۍ او د ادارې په کچه پرې پوځ سخت قهر جن و او د دې له امله صدر علوي ته مشوره ورکړی شوي وه چې غوره به دا وي چې هغه د پوځي افسرانو جنازو ته لاړ نه شي.
د پاکستان د پوځي وياند مېجر جنرل بابر افتخار نه پرون په جیو ټي وي دغه پوښتنه شوې او هغه يې په ځواب کې ويلي، چې "هغه په دغې اړه څه ونه وايي نو غوره به وي".
خو له دغې وروسته تيره شپه ناوخته صدر عارف علوي بيا په ټويټر ویلي، "د شهيدانو په جنازه کې زما ګډون نه کول په غېر ضروري توګه لانجمن جوړول کيږي".
له دې وړاندې د مسلم لیګ ن يوې مشر مريم نواز په ټويټر ویلي وو، "د پوځ پرضد د منفي پروپېګنډې زمه وار يواځې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه دي بلکې هغه فتنه ده چې بهرنی ايجنټ جوړ شوی او په ملک مسلط کړی شوی دی".
مسلم ليګ ن اکثره د فتنی توری د پاکستان تحریک انصاف د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان دپاره کاروي.
د پاکستان پوځ پرون د جمعې په ورځ [5 اګست] رسمي بيان خپور کړی او ويلي يې دي "د بلوچستان په لسبېله سيمه کې د پوځي هيلي کاپټر د پېښې وروسته چې کومه منفي پروپېګنډا شوې، اداره او په دغه پېښه کې د مړه شوو افسرانو د کورنيو زړونه يې ازار کړي دي".
پوځ ويلي، "د ځينې بې حسه خلکو لخوا په ټولنيزو رسنيو د تکليف وړ او سپکاوي کمپاين شوی دغه بې حسه رويې د قبلولو وړ نه دي د سختې غندنې وړ دي".
پاکستان کې د تحريک انصاف د حکومت ختمېدو وروسته د ياد ګوند په نوم ټویټر اکاونټونو نه د پوځ خلاف بيانونه ورکول کيږي خو ګوند وايي دغه بیانونو کې لاس نه لري او دا کار يې مخالفين کوي.
د پوځ وياند د جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، "کله چې دغه پېښه وشوه نو د هغې سمدست وروسته په ټولنیزو رسنیو ډېره د غلط قسم پروپېګنډا او بې حسه خلکو ناوړه کمپاين پېل کړو، د مړه شوو افسرانو کورنۍ او اداره د سخت تکليف نه تېرېده، دغه ډول پوسټونو پوځي ادارې او د مړه شوو پوځي افسرانو کورنيو ته سخت تکليف رسېدلی دی".
په لومړي اګست د پېښې ښکار شوي هيلي کاپټر کې په سورو پوځي افسرانو کې د 12م کور کمانډر يا د کوټې کور کمانډر ليفټنټ جنرل سرفراز علي، ډايريکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډ برګېډير امجد حنیف، د 12کور سي سي انجنېرنګ څانګې بريګيډېر خالد ،پايلټ يا چلونکی مېجر سعيد ، مرستيال چلونکی مېجر طلحه منان او د هيلي کاپټر يو کارمند نايک مدثر فياض شامل وو او دوی ټول په دغه پېښه کې مړه شوي وو.
د هيلي کاپټر د غورځېدو د علت په اړه پوځ ويلي، په ابتدايي تحقيقاتو کې مالومه شوې چې هيلي کاپټر د خراب موسم ښکار شوی دی.