لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رسنیو د انتظام دپاره د پاکستان د مجوزه حکومتي ادارې مخالفت شوی


جرنالسټان او د بشري حقونو کار مندان ویره څرګندوي چې دغه ارډیننس د اختلاف رای، په ازاده وېنا او د حکومتي او ریاستې ادارو پر کار خبریالان خاموشه ساتلو د پاره په غلطه توګه کارول کیدی شي
جرنالسټان او د بشري حقونو کار مندان ویره څرګندوي چې دغه ارډیننس د اختلاف رای، په ازاده وېنا او د حکومتي او ریاستې ادارو پر کار خبریالان خاموشه ساتلو د پاره په غلطه توګه کارول کیدی شي

د میډیا تنظیمونو او بشري حقونو کارمندانو د پاکستان میډیا ډیویلپمنټ اتهارټي ( پي ایم ډي اې) ارډینېنس ردکړی او دا یې د صحافت و د رای د څرګندونې په ضد غیر ائیني او سخت قانون بللی دی .

ال پاکستان نیوز پیپرز سوسايټې، پاکستان براډ کاسټرز اېسوسي اېشن، کونسل آف پاکستان نیوز پیپر ایډیټرز، پاکستان فیډرل یونین آف جرنالسټس، او اېسوسي ایشن آف الیکټرانک میډیا ایډيټرز او نیوز ډایریکټرز په یوه ګډه غونډه کې ویلې چې د پي اېم ډي ای مقصد د مطبوعاتو د ازادۍ مخه نیول او انفارمېشن بیوروکرېسي د لارې پرمطبوعاتو کنټرول ترلاسه کول دي-

دغو تنظیمونو د وفاقي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په سمدستې توګه دې دغه ارډیننس بېرته واخلي او په ضد به یې په هره کچه احتجاج کوي-

د پاکستان د بشرې حقونو کمېشن او د وکیلانو تنظیمونو هم دغه آرډینېنس رد کړی-

جرنالسټان او د بشري حقونو کار مندان ویره څرګندوي چې دغه ارډیننس د اختلاف رای، په ازاده وېنا او د حکومتي او ریاستې ادارو پر کار خبریالان خاموشه ساتلو د پاره په غلطه توګه کارول کیدی شي-

د پاکستان د بشرې حقونو د کمېشن پخوانۍ مشره زهره یوسف وي او ای ډیوه ته وایي په هیواد کې مطبوعات کنټرولولو د پاره په بېلا بېلو کچو هڅې کیږې" د دې سره به ټوله میډیا او پبېلشنګ صنعت ټوله په مکمه توګه د حکومت په کنټرول کې وې."

زهره یوسف وویل " دا یو ډیر اندیشمن پرمختګ دې چې مونږ یې په سختې سره ردوو"-

د راولپنډۍ اسلام اباد یونین اف جرنلسټس مشر حنیف الرحمان ډیوه ته واېې حکومت ورته ډیویلپمنټ اتهارټې نوم ورکوې خو په بنیادې توګه دا یوه کنټرول اتهارټې ده- دوی زیاتوې په دغه ارډینېنس کې هغه رسنیو یا جرنالسټانو ته د سزاګانو او د لویو جرمانو تجویز شوی چې د هیواد د سلامیتا په ضد خبره وکړي.

حنیف الرحمان پوښتنه کوي دا ټاکنه به څوک او‌ پر کومو بینادونو کولی شي چې د هیواد د سلامتې په ضد څه ویلې شوي دي؟

د اطلاعاتو او نشریاتو نایب وزیر فرخ حبیب د شخصې ټېلې ویژن ۹۲ نیوز سره خبرو کې ویلي چې د مجوزه قانون یوه کاپې پاکستان صدر ته د لېږل کېدو نه وړاندې د نظر ثانۍ د پاره د رسنیو اتحادیو او مدنې ټولو سازمانونو ته وکړی شوې ده.

فرخ حبیب دا هم وویل اړډیننس به د ټولو اړوندو اړخونو سره د خبرواترو وروسته د منظورۍ د پاره صدر ته د دسختط کېدو دپاره وړاندې کولی شي-

پاکستان حکومت د میډیا ډیویلپمنټ یا د مطبوعاتو د پرمختګ د ارډینېنس د لارې یو داسې قانون د جوړولو اراده لرې چې تر مخې به یې د هیواد موجود میډیا قوانین ختم شي او یوه نوي اداره به جوړه کړی شي چې پکې به د رسنیو په اړه مقدمې اورېدلی شي چې د فېصلو په ضد به یې اپېل یوازې د پاکستان په سپریم کورټ کې کیدلی شي.

په مطبوعاتو کې د راغلو معلوماتو تر مخه حکومت وايي د ارډینېنس مقصد یو خپلواکه، موثره او شفافه اداره جوړول دي چې رسنۍ تنظیم کړي او د یو تنظیم او قانوني ادارې د لاندې راوستل شي- مجوزه نوي اداره به د فلمونو، وېب پاڼو، او د ټېلې وژن په ګډون د الېکټرانک او د چاپ کېدونکو مطبوعاتو څارنه هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG