لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروغتیا نړیوال سازمان وایي "پرومیتذین" درملو نه افریقایي هیواد ګیمبیا کې ګڼ شمیر ماشومان مړه شوي


په پاکستان کی د طب پوهان وایي د پرومیتذین استعمال زیات دی او زیاتره د ډاکټر له لارښوونې پرته کارول کیږي
په پاکستان کی د طب پوهان وایي د پرومیتذین استعمال زیات دی او زیاتره د ډاکټر له لارښوونې پرته کارول کیږي

د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وایي په افریقایي هیواد ګیمبیا کی د پرومیتذین نومې درملو فارموله چې د ټوخي او زکام په ضد کارول کیږی له امله په لسګونو ماشومان مړه شوي دي.

د طب د پوهانو وینا ده چې د پرومیتذین فارمولې لاندې د درملو استعمال په پاکستان کی هم ډیر زیات دی اؤ دعادي نشه یانو ترڅنګ اکثره میندې هم دغه دوایي دماشومانو د خوب دپاره کاروي.

پوهان وایي پنرګان او ټیکسلیکس نومې درملو کی پرومیتذین فارموله کارول کیږي او کله چې ددې مقدار زیات کړی شي نو دې سره په انساني بدن کې د صحت پیچیدګۍ سېوا کیږي او مرګونه هم ترې کیدای شي.

په مردان ښار کی د درملو ماهر او خرڅوونکی جهانګیر خان وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کی هم ددې در ملو استعمال زیات دی او لویې، واړه یې پیژني .

هغه وایي "پرومیتذین د ملټي نیشنل کمپنی برانډ دی چی د پنرګن په نوم راځي، مشهور ایټم دی، ماشومان یې هم پیژني او ډیر زیات استعمال یې دی، پلار راشي وایي د شپی مو واړه خوب ته نه پریږدي مونږ ورته وایو دا مه وړه دا مازغه کمزوري کوي خو بیا هم وړل کیږي"

دا په داسې حال کې ده چې دنړۍ په زیاتره هیوادونو کې د درملو پلورونکي پابند دي چې دوایانې به یوازې د ډاکټري نسخې په اساس پلوري خو برعکس په پاکستان کې بیا هر رقم دوایانې د ډاکټر له نسخې پرته د دوایانو د دوکانونو یا فارمیسیانو نه ترلاسه کیدای شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، په ګمبیا کې د لسګونو ماشومانو مړینه چې د پختورګو د ژوبلېدو له مله مړه شوي، ښايي د ټوخي او زکام له هغو درملو سره تړاو ولري چې د یوې هندي کمپنۍ لخوا په ناپاکه توګه جوړ شوي.

مېډن کمپنۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او په هند کې د درملو د کنټرول عمومي ادارې هم پرې څه نه دي ویلي.

ادارې خبرداری ورکړی چی یاد درمل د نړۍ په نورو برخو کی هم ویشل شوي خو یوازې په ګیمبیا کې موندل شوي په دغه خبرداري کې د پرومېتازین، کوفېزمالین، مېکاف بېبې کف شربت او مګرېب کولډ سېرپ نومونه یاد شوي دي.

په پاکستان کی د طب پوهان وایي د پرومیتذین استعمال زیات دی او زیاتره د ډاکټر له لارښوونې پرته کارول کیږي.

د مردان ضلعي هسپتال کی ډاکټر مصدق خان وي او ای ډیوه ته وایې پرومیتذین د الرجي او ګرځون یا الټو په ضد کارول کیږي خو ددې زیات استعمال د مرګ سوب هم جوړېدی شي.

دهغه په وینا ددې درملو نه د‌مړینې بنیادي وجه داده چې کله د ضرورت نه زیاته دوایي استعمال شي ددې نه ریسپیریټري ډیپریشن کیږي او مړینه ترې هم کیږي.

هغه وایي کله چې ددې دارو خوراک زیات شي نو په ماشومانو جټکې هم راځي.

نړیوالې ادارې ویلي د هند سره تړاو لرونکې میډن فارما سیوټیکل کمپنۍ دغه درمل تیار کړي او د ډبلیو ایچ او او د هند حکومت په ګډه ددی پلټنې پیل کړې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG