لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپارلیمان غړی اؤ دلانجمن شخصیت په توګه مشهور ډاکټر عامر لیاقت حسین وفات شو


دپاکستان د قومي اسمبلۍ غړی اؤ په رسنیو کې دلانجمن شخصیت په توګه مشهور دیني عالم اؤ دټي وي نظاق ډاکټر عامر لیاقت حسین د زیارت په ورځ د۴۹کلونو په عمر کې وفات شوی دی.

پاکستاني رسنیو د ډاکټر عامر لیاقت د مړینې په حواله بیلابیل رپورټونه خپاره کړي دي‌،ځینې وایي کراچۍ کې دخپل کور په کوټه کې په مرموزه توګه مړ موندل شوی اؤ ځينې رسنۍ یې د ډرائیور له خولې وایي هغه بیګاه دشپې نه په کوټه کې پروت ؤ اؤ ویل یې چې زړه یې درد کوي .

رسنۍ وایي کله چې عامر لیاقت روغتون ته ورسول شو نو هلته یې ډاکټرانو دمړینې پخلی وکړو.

دشیعه مسلک سره تړاؤ لرونکی ښاغلی ډاکټر عامر لیاقت مدام په رسنیو کې یو لانجمن شخصیت په توګه راڅرګند شوی ؤ اؤ په دې وروستیو کې یې دکورنیو لانجو له امله ژوند د سختو ستونزو سره مخ شوی ؤ.

ډاکټر عامر لیاقت تیره میاشت وروسته له هغې ټول عمر لپاره دهیواد پرېښودو اعلان کړی ؤ چې دخپلې کم عمره میرمنې دانیه شاه سره یې اختلافات پیدا شول اؤ هغې ترې دخلعې اخستو لپاره عدالت ته رجوع وکړه.

عامر لیاقت پخپله دغه میرمنه د بدچلنۍ تورونه لګولي وؤ خو میرمنې یې پخپلو بیلابیلو مرکو کې ویلي وؤ چې عامر لیاقت په نشو عادت دی اؤ ددې ترڅنګ دهغه ځینې لوڅې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې وې.

ناکام ودونه

عامر لياقت حسين لمړى واده دډاکټر بشرا په نوم دکراچۍ یوې میرمنې سره کړی ؤ ، چې له هغې يې یو زوئ اؤ یوه لور زیږولې وه اؤ ددغو دواړو اولادونو عمرونه یې 20ؤ کلونو زيات دي.

ډاکټر بشرا اقبال په کال 2020م کې ددسمبر په مياشت کې پخلى کړى و چې خاوند ورته طلاق ورکړی دى خو امیر لیاقت ددغه طلاق نه انکار کولو.

عامر لياقت حسين دوهم واده دماډلې او اداکارې طوبه انور سره په جولايي کال 2018م کې کړى ؤ چې له هغه څخه په عمر کې کمه وه اودغه واده دڅلورو کلونو څخه هم تر کمه وخته پاتې شوی ؤ.

تيرکال دفرورۍ په مياشت کې طوبه انور هم پخلى کړى و چې هغې دعامر لياقت حسين څخه خلعه اخستې خو عامر لياقت يې پرله پسې ترديد کولو.

عامر لياقت حسين دريم واده سږکال دفرورۍ په مياشت کې دبهاولپور يوې 18 کلنې پیغلې دانيه شاه سره کړى ؤ ، چاچې دروانې مياشتې په پيل کې دخلعې لپاره په سيمه ييزه محکمه کې خواست کړى ؤ.

ددانيه شاه له لوري دخلعې لپاره دخواست جمع کولو وروسته عامر لياقت دهغې مبېنه آډيو او وروستو دانيه شاه هم دعامر لياقت حسين مبېنه آډيو او بيا ويډيوګانې په سوشل میډيا ليک کړې وې او دواړو په يو بل سخت تورونه پورې کړي وؤ.

دهیواد پرېښودو اعلان

تیره میاشت عامر لياقت حسين په ټولنیزو رسنیو خپله یوه ویډیو کې ددانيه شاه څخه بخښنه غوښتې وه او دپاکستان پريښودو اعلان يې کړى و خو هغه دهيواد پريښودو نېټه نه وه اعلان کړې.

عامر لياقت په کال 2002م کې دايم کيو ايم په ټکټ دصوبایي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه او دمذهبي امورو دمنصب ترلاسه کولو کې هم بريالى شوى و.

دګوند دپاليسۍ په خلاف ورزۍ هغه په کال 2008م کې دايم کيو ايم څخه ويستل شوى و خو وروستو يې غړيتوب پځايې کړى شوى و.

د2018م په ټاکنو کې هم هغه دپاکستان تحريک انصاف په ټکټ يوځل بيا دقامي اسمبلۍ غړى منتخب شوى ؤ خو په دې وروستیو کې یې ددغه ګوند سره هم سخت اختلافات پیدا شوي وؤ اؤ تور یې لګولو چې دهغه دکورني ژوند په تباه کولو کې دتحریک انصاف ګوند دمشرانو لاس دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG