لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د عیسايي ټولنې غړي وايي په هدیره کې یې د قبرونو بې حرمتي شوې


د خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کې د عیسایي ټولنې غړو ویلي په هديره کې يې د قبرونو بې حرمتي شوي او وران کړی شوي دي.

د ټولنې غړو د قبرونو د بې حرمتۍ خلاف احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې ککړ تنان دې ونیول شي.

د سوات د پولیس مشر یا ډي پي او شفیع اللّٰه ګنډاپور وي او ای ډیوه ته د پېښې تصدیق وکړو او ویې وېل د سیدو شريف په تاڼه کې په دې اړه رپورټ درج کړی شوی دی او د پولیسو خصوصي ټیم جوړ کړی شوی چې ککړ تنان زر تر زره ونېسي.

د عیسائي مذهب منونکو وویل په هدیره کې یې تېره شپه درې قبرونه وران کړی شوو.

په سوات کې مېشته د عیسايي مذهب منونکي رابرټ جان وي او ای ډیوه ته وویل "مونږ دعا دپاره هدیرې ته تلي وو چې هلته مو وکتل نو زمونږ د قبرونو ډېره بې حرمتي شوې وه نو بیا مونږ پرې خپل خلق خبر کړو."

د عیسايي ټولنې بل غړي شکیل صادق وویل په سوات کې د هغوي د مذهب د 200 نه زیاتې کورنۍ دي، په سوات کې يې مخکې هدیره نۀ وه او د ټولنې مړی به یې ښخولو دپاره پېښور یا پنجاب صوبې اټک ښار ته وړل.

د ټولنې غړي وايي په کال ۲۰۲۲ء کې حکومت د عیسايی ټولنې د هدیرې دپاره د څلورو کنالو نه زیاته ځمکه واخیستله او تر اوسه په کې پينځه مړي ښخ شوي دي.

د عیسايي ټولنې غړی احتشام مشتاق وايي حکومت د دوی د هدیرې دپاره د اخیستل شوي ځمکې پېسې لا مالک ته نه دي ورکړې. د وي او ای ډیوه دپاره په سمدستي ډول ممکنه نه وه چې د مشتاق د خبرې تصدیق وکړی شي.

د عیسايي ټولنې غړو په خپله هدیره کې د قبرونو د بې حرمتۍ خلاف په مکانباغ کې احتجاج وکړو او غوښتنه یې وکړه چې ککړ خلک دې ونیول شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG