لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یونان ساحل سره نژدې د کشتۍ په ډوبېدو کې ۵۹ کډوال مړه شوي


د چارواکو په وېنا ۱۰۴ کسان د اوبو نه راوېستل شوي دي او د نورو کسانو د معلومولو دپاره د امدادي کارکونکو عملیات دوام لري
د چارواکو په وېنا ۱۰۴ کسان د اوبو نه راوېستل شوي دي او د نورو کسانو د معلومولو دپاره د امدادي کارکونکو عملیات دوام لري

د یونان جنوبي ساحل سره نژدې يوه کشتۍ په سمندر کې د ډوبېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۹ کسان مړه او ګڼ شمېر نور بې درکه شوي دي. د یونان چارواکو دا خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.

د چارواکو په وېنا ۱۰۴ کسان د اوبو نه راوېستل شوي دي او د نورو کسانو د معلومولو دپاره د امدادي کارکونکو عملیات دوام لري.

د ګډوالو کشتۍ د یونان د جنوب مغربي سيمې پېلوپونيز د ساحل نه ۷۵ کلومیټر په فاصله په سمندر کې لاهو شوې ده.

د یونان د ساحلي تحفظ ادارې ویل د ۵۹ کسانو مړي راویستل شوي دي خو دا نه ده معلومه چې په لاهو شوي بېړۍ کې څومره کسان وو؟

وېل کېږي چې لاهو شوي بېړۍ اټلي ته په لار وه او د لیبیا د مشرقي سیمې نه یې سفر شروع کړی و.

د دې میاشت په شروع کې د ليبیا چارواکو د هېواد په مشرقي علاقه کې د غیرقانوني کډوالو خلاف عملیات وکړل.

فعالان وايي د لیبیا چارواکو په زرګونو کډوال ګرفتار کړي چې په کې پاکستانیان، د مصر، شام او د سوډان شهریان شامل دي.

د ليبیا په مغرب کې په سرښار ترابلس او ځینو نورو ښارونو کې هم د غیرقانوني کډوالو خلاف چاپې وهل شوي دي.

د متحده قومونو د کډوالو ادارې ویلي ليبیا ۱۸۰۰ مهاجرین نیولي او سرکاري حراستي مرکزونو ته یې لېږلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG