لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آسیا او اروپا په سفر کې د مایک پامپیو پیغام: چین ته هوښیار اوسئ


د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو خبرداری ورکړی چې چین د انټرنېټ د نوي نظام په ترقۍ کې د نړۍ هېوادونو لپاره خطر دی. پامپیو منځني اسیا او اروپا ته د خپل سفر په لړ کې، پر کوربه هېوادونو زور راوړی چې د چین په سرمایه کارۍ او تجارتي اثر دې بیداره اوسي.

مایک پامپیو د خپل سفر په وخت د چین د بشري حقونو د سرغړونو د رېکارډ غندنه وکړه او په تجارت کې د پورته کړل شویو تندو گامونو په سر یې په چین سختې نیوکې وکړې.

تېره اوونۍ په لندن کې د خارجه وزیر ژبه ډېره سخته وه. نوموړي وویل چې د چین کمیونسټ پارټي د نړۍ لپاره د دې دور یو مرکزي گواښ دی.

د پامپیو د وینا نه ۴٨ ساعته وړاندې، برطانیې په لندن کې د 5-G انټرنېټ پرانستې په وخت د امریکا گواښونه له پامه وغورځول او د چین د ټېکنالوجۍ کمپنۍ هواوي ته یې په نوي نېټ ورک کې د خپل رول لوبولو اجازت ورکړلو.

په دغه موقع چې برطآنیه د چین د کمپنۍ په مرسته د انټرنېټ نېټ ورک پرانسته کوله، امریکا د چین د ټېکنالوجۍ په کمپنۍ هواوي محدود بندېزونه ولگول.

امریکا هڅې کوي چې په خپلو یورپي اتحادیانو فشار واچوي چې د چین سره په الېکټرانېکي مد کې وړاندې لاړ نشي ځکه چې امریکايي چارواکي دا اندېښنې لري چې که اروپايي هېوادونه د انټرنېټ په نوي نظام کې د چینايي کمپنۍ په مرستو ملا تړي، نو دا به د امریکا او یورپي هېوادونو ترمنځه استخباراتي معلوماتو ته خطر جوړ کړي. خو هواوي کمپنۍ دا اندېښنې رد کړي دي.

پامپیو دا تازه څرگندونې په یو داسې وخت کړي دي چې په چین کې پېدا شوې کرونا وایرس کوم چې په تېزۍ سره په نړۍ کې خورېږي، ددغه هېواد سفارتي او تجارتي گټې د ازماېش سره مخ کړي دي.

خو د مایک پامپیو دا خبرې بیا د صدر ډانلډ ټرمپ د هغه خبرو سره په ټکر کې پرېوزی چې هغه په دې وروستیو کې د چین سره د روغې جوړې په اړه کړي دي.

صدر ټرمپ تېره میاشت د صدر شي جن پنگ سره تجارتي لوظنامې لپاره د وړومبي پړاو مرحله لاس لیک کړی ده.

په دغه مهال صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې صدر شي جن پنگ دده ډېر ښه ملگری دی او پلان لري چې د چین سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه فاصلې لرې پاتې نشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG