امریکايي سېنټ د سي ايي ای پخوانی مشر ماېک پامپیو د امریکا د خارجه وزیر په هیڅ تاېید او وټاکو.
امریکايي سېنټ د صدر ډانلډ ټرمپ په دغه انتخاب تقسیم وو او د ریپبلکن ګوند ټولو غړو يې تاېید کوو خو د ډیموکریټ ګوند شپږو غړو او یو ازاد غړي يې بیا مخالفت کوو.
ښاغلی پامپیو به د رېکس ټېلرسن په ځايې د امریکا نوی خارجه وزیر وي. رېکس ټېلرسن تیره میاشت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې څوکۍ نه لرې کړی وو.
د امریکايي سېنټ لخوا ښاغلي ماېک پامپیو د تاېید کیدو وروسته به نوموړی سبا (جمعې په ورځ) په برسلز کې د ناټو په غونډه کې د امریکا نماېندګي کوي.
په امریکايي سېنټ کې د رېپبلګن ګوند غړو د پامپیو پلوي کوله خو په ډیمو کریټ ګوند کې بیا داسې غړي وو چې د نوموړي پخواني بیانونو په سر يې هغه د دغې څوکۍ لپاره مناسب نه ګڼلو.
صدر ډانلډ ټرمپ په نژدیو ورځو کې ښاغلی پامپیو د شمالي کوریا مشر کم جونګ اون سره د خبرو اترو لپاره هم لیږلی وو، چې د صدر ټرمپ او کم جونګ اون ترمېنځه کیدونکي لیدو کتو وړاندې د شمالي کوریا نیوکلیايي پروګرام په سره خبرې وکړي.