لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې سېوا کېدونکې ترهګري يوازې تر داعش محدوده نه ده


په تېرو څو اوونيو کې د ترهګرۍ څپه د پاکستان ډېرو برخو ته خؤره شوې او چې کومې وسلوالې ډلې يې په شا دي د هغوی اهداف هم له يوه بله بدل دي.

دې اوونۍ يو ځانمرګي تن د پاکستان په شمال مغرب کې پينځه چينايي انجينېران او د هغوی پاکستانی ډرايور ووژل.

په ياده سيمه کې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اکثر په داسې بريدونو کې ککړ حسابيږي خو د شورو، چهارشنبې په ورځ په يو بيان کې يادې ډلې وويل چې دغه د چيني کارمندانو په وژنه کې لاس نه لري.

د دې نه وړاندې په دوو ځانمرګي بريدونو کې چې د مارچ په دريمه اوونۍ کې په خيبر پښتونخوا کې شوي وو پکې د پاکستان پوځي ځواک نهه تنه وژلي شوي دي.

د ناقراره بلوچستان صوبې په سويل غرب کې وسلوالو د پاکستان د دويم غټ سمندري بندر په وداني او هوايي مرکز په رڼا ورځ بريد کړی و. د پاکستان پوځ ويلي وو په بريد کې يې دوه پوځيان او څوارلس حمله کونکي وژل شوي دي. د بريد ذمه واري ترهګره ګرځول شوې ډلې بلوچ لېبريشن ارمي لا بي ايل ای منلې وه.

د سيميزه وسلوالو ډلو لخوا دا بريدونه په داسې وخت کې کيږي چې واشنګټن په سيمه کې تر ټولو فعاله ډله داعش خراسان تېره اوونۍ د ماسکو د موسيقۍ په يو پروګرام په بريد کولو تورنه کړې چې پکې د 140 نه زيات ګډونوال وژل شوي و.

په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې سټېمسن سېنټر د سويلي ايشيا د چارو مشره الزېبت ټرېکلډ وايي “په ترهګر بريدونو کې دا تازه زياتوالی او د وسلوالو چالونه د انديښې وړ دي”.

په سيمه کې کومې وسلوالې ډلې فعاله دي او غواړي څه؟

داعش خراسان ډله په سيمه کې د روانو ترهګرو بريدونو سرخېله ده چې په کال 2015 کې د پاکستاني طالبانو نه بيل شوو غړو جوړه کړې ده.

دا ډله ځان د خؤرا اسلامېک رياست لا داعش اسلامي ښاخ بولي او په تاريخي توګه د خراسان چې نسبت يې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ايران ته کيږي سره ځان تړي.

داعش اسلامي خراسان لکه د خپل روزونکي تنظيم داعش اسلامي د سني مسلک پلوي ډله ده او دعوه لري چې د دوی په واک کې راغلو سيمو کې به د سلفيانو مسلک پلي کوي.

دا ډله د شيعه اسلام خلاف ده او جنګيالو يې په نزدې کلونو کې په پاکستان او افغانستان کې د سلګونو په شمار د شيعه ګانو د وژلو ذمه واري منلې ده.

د ملګرو ملتونو د تېر کال رپورټ وايي په سيمه کې د داعش خراسان د کورنو د غړو شمېر د څلور زره نه تر شپږو زرو پورې دی.

په پاکستان کې پښتون خبريال سيد فخر کاکاخېل چې په افغانستان او پاکستان کې په ترهګرۍ کار او څېړنې کوي وايي “داعش خراسان د طالبانو، د تاجکستان د تندلارې ډلې جماعت انصارالله، اسلامک موومنټ اف ازبکستان مرور غړي او هغه څوک چې د سلفي مسلک منونکي دي ځان ته نزدې کوي”.

داعش خراسان د ماسکو ترهګرې حملې ذمه واري نه ده منلې خو د ګل په ورځ په خپل يو بيان کې چې په پښتو ژبه و يې بريد کونکو ته شاباشی ويلی و. په دېرش پاڼې بيان کې يادې ډلې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سخته غندنه کړې او د دوی يې د امريکا، روس، چين او نورو هېوادونو سره په اړيکو بد رد ويلي.

البته داعش خراسان د تازه دوو ځانمرګو بريدونو ذمه واري منلې چې يو يې په قندهار ښار کې په يويشتم مارچ او بل يې په درېمه جنورۍ د ايران په کرمان ښار کې د وژل شوي ايراني پوځي کمانډر قاسم سلېماني د يادغونډې په وخت کړې و.

سلېماني په عراق کې په کال 2020 کې د امريکا په ډرون حمله کې وژل شوی و او د هغه د ياد غونډې د رسم په موقه د سلو نه زيات ګډونوال وژلي شوي وو.

روس، ايران او افغان طالبانو د ماسکو، کرمان او قندهار د بريد کونکو په اړه ويلي وو دا ټول د تاجکستان وو.

تحريک طالبان پاکستان د وسلوالو ډلو سرسوری:

څېړونکي وايي د امريکا او نيټو ځواکونو په کال 2021 کې د افغانستان نه د وتلو وروستو ټي ټي پي ډله په خپلو چالونو، هنرونو او وسلو کې ځلېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د دې کال رپورټ وايي د امريکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله القاعده د ټي ټي پي د پاره د ځانمرګو په روزلو کې مرسته کوي.

کاکاخېل وايي د ټي ټي پي په نوې سټريټيجي کې واک نورو پلويانو ته سپارل، د نوې وسلې لکه اېم24 سنايپر ټوپکې او اېم16A4 تهرمل سکوپ ټوپکې او د شپې ليدونکې ټېکنالوجي کارول شامل دي.

ښاغلی فخر وايي “مونږ به رپورټ کول چې ځانمرګی به پکې راغلو او په بټن د زور کولو سره به وچاودېد. خو اوس دوی تر اخري ساه پورې جنګيږي او ځواکونو ته د ډېرو نه ډېر مرګ ژوبلې اړولو وروستو په خپل ټاکلي وخت ځان وژنه کوي”.

اسفنديار مير چې په واشنګټن کې د يو ايس انسټيټوټ فار پيس څېړنيزې ادارې د سويلي ايشيا د چارو کارپوه دی وايي “زما په اند به ټي ټي پي په خصوصي توګه يو غټ خطر ځکه وي چې په افغانستان کې سرپناه او د طالبانو ملاتړ لري”.

د اسلام اباد د څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز وايي وسلوالو دې کال په فيبرورۍ کې 97 بريدونه کړي وو او تېر کال دا شمار نزدې 789 و چې د کال 2018 نه وروستو تر ټولو زيات دی. پاکستاني چارواکي دا زياتوالی د ټي ټي پي او د ډلې د پلويانو سره تړي.

بلوچستان د بيلتون خوښو ډلو کور:

بلوچ بيلتون خوښه ډلې چې يو شمېر پکې برتانيه او امريکا ترهګرې ګرځولي تر ډېره حده سيکولر دي خو د شلو کالو نه زيات وشو د پاکستاني پوځ خلاف په وسلواله مبارزه کې لګيا دي.

دا جګړه تر ډېره حده د بلوچستان د پخواني وزير اعلا او د بلوچو د يو غټ سردار اکبر بګټي د وژنې وروستو راپارېدلې چې پاکستاني پوځ وژلی و.

دا وخت کم نه کم پينځه بلوچ بيلتون غوښتونکي ډلې د بلوچ راجي اجويي سنګر لا بلوچ نيشنل فريډم موومنټ د سوري لاندې د چين لخوا د شورو شوو منصوبو او پاکستاني پوځ خلاف د يو بل ملاتړ کوي.

د بلوچستان نه څېړونکی او خبريال سيد علي شاه وايي بلوچ وسلوال د اسلامي وسلوالو نه بدل دي، “په بلوچستان کې دا سياسي پاڅون دی. دوی د شريعت د نفاذ د پاره نه د خپلو شتمنو او په سمندري ساحل د خپل واک اخستلو د پاره جنګيږي”.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG