لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روېټرز: په بلوچستان کې د تشدد د پېښو وروسته د ګوادر هوايي اډې فعاله کول ځنډول شوي

د چارواکو په وېنا ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او چینايی چارواکي به د پاکستان د ازادۍ په ورځ د اګست په ۱۴ نېټه به د هوايي‌ اډې پرانسته کوي خو بیا په ګوادر کې بلوڅانو احتجاجي ناسته شروع کړه او د هوايي اډې برانسته وځنډول شوه
د چارواکو په وېنا ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او چینايی چارواکي به د پاکستان د ازادۍ په ورځ د اګست په ۱۴ نېټه به د هوايي‌ اډې پرانسته کوي خو بیا په ګوادر کې بلوڅانو احتجاجي ناسته شروع کړه او د هوايي اډې برانسته وځنډول شوه

د پاکستان په ساحلي ښار ګوادر کې د چین په مالي مرسته جوړې هوايي اډې فعالیت په بلوچستان کې د تېرې هفتې د تشدد د پېښو وروسته ځنډول شوی دی. دا خبره د حکومت او د هوابازۍ چارواکو روېټرز خبري ادارې ته کړې ده.

د چارواکو په قول د امنیت انتظاماتو ته د بیا کتنې دپاره د هوايي اډې فعاله کول ځنډول شوي دي.

تېره هفته په بلوچستان کې په ګڼ شمېر حملو کې د پاکستاني پوځي عسکرو او د امنیتي چارواکو په شمول د ۷۰ نه زیات کسان ووژل شوو. په قدرتي وسایلو سمبالې په دې سیمه کې وسله والو د بېلتون تحریک شروع کړی او د ۶۵ بېلین ډالرو مالیت د چین او د پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک ګڼ منصوبې هم په بلوچستان کې دي.

سي پېک چې د چین صدر شي جېن پېنګ د بېلټ اېنډ روډ انسېشېیټیو یا د کمر بند او د سړک د منصوبې برخه ده چې ترمخه يې په ګودار کې د ژورو اوبو بندر جوړ شوی او ورسره نږدې د ۲۰۰ مېلین‌ ډالرو په لګښت هوايي اډې ته ترقي ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت د هوابازۍ ادارې سېول اېوي اېشن اتارټی ترمخه د ګودار هوايي اډه به د ملک دننه او د غېر ملکي پروازونو دپاره استعمالېږي او د پاکستان د په لویو هوايي اډو کې شامله وي.

د چارواکو په وېنا ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او چینايی چارواکي به د پاکستان د ازادۍ په ورځ د اګست په ۱۴ نېټه به د هوايي‌ اډې پرانسته کوي خو بیا په ګوادر کې بلوڅانو احتجاجي ناسته شروع کړه او د هوايي اډې برانسته وځنډول شوه.

د سي ای ای او د بلوچستان د صوبايي حکومت چارواکو روېټرز ته وویل په بلوچستان کې د تېرې هفتې د حملو هوايي‌ اډې پرانسته ځنډول او چارواکي به په سیمه کې د امنیت انتظاماتو ته کتنه کوي.

د صوبايي حکومت یو چارواکي وویل چینایانو د وړاندې څخه د امنیت په اړه تشویش لرلو او تازه حملې به نور ځنډ جوړ کړي.

د امنیت په اړه د تشویش په لړ د چین خارجه وزارت د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چین د امنیت په برخه کې پاکستان سره همکارۍ ته تیار دی چې د راهدارۍ د تعمیر کار په هواره ډول او په امن کې پرمختګ وکړي.
د بلوچستان د صوبايي حکومت او د پاکستان د وفاقي حکومت ترجمانانو په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

که څه هم په بلوچستان کې په تازه حملو کې چینايي منصوبې نه دي په هدف شوي خو د دې نه مخکې په پاکستان کې په چینايانو حملې شوي دي. وسله وال چینایان غېر ملکي اېشغالګر ګڼي چې د سیمې وسایل د قبضه کولو کوښښ کوي.

په کال ۲۰۲۲ کې په کراچۍ کې په چینايي استاذانو د خونړۍ ځانمرګي حملې وروسته د چین خصوصي امنیتي ډلو پاکستاني تحقیقاتي ادارو سره په شریکه کار کړی و.

بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې په بلوچستان کې د تېرې هفتې د حملو ذمه واري منلې ده. دا ډله پاکستان او امریکې ترهرګر تنظیم ټاکلی دی.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل د حملو په جواب کې يې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد وسله والو خلاف عملیات شروع کړي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG